د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: په هر ساعت کې ٣٠ تنکي ځوانان او ماشومان په ایډز ویروس اخته کیږي


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو پولي صندوق یا یونسیف ویلي چې په هر ساعت کې ٥٠ تنه HIV/AIDS اخته کیږي چې ٣٠ تنه یې د ١٩ کلونو څخه کم عمره تنکي ځوانان او ماشومان دي.

ځوانې نجونې په ځانګړې ډول په نړۍ کې د ایډز د ساري ناروغۍ قربانیانې ګڼل شوي دي او د یونسیف د رپوټ له مخې په هر ساعت کې په HIV باندې د نویو اخته شویو کسانو شاوخوا ٢٠ تنه یې نجونې دي.

یونیسف په خپل رپوټ کې چې د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ ٢٥) د هالند په امستردام کې د یو کنفرانس په ترڅ کې خپور شو ویلي دي چې یواځې تیر کال د ١٩ کلنۍ لاندې ١٣٠ زره تنکي ځوانان او ځوانان پدغې ناروغۍ باندې د اخته کیدو له امله مړه شوي دي.

د کم عمره نجونو سره جنسي مقاربت په ځانګړې توګه د پوخ عمره نارینو سره د هغوی مقاربت، د نجونو سره سکس، د جنسي مقاربت په اړه بحث ننګ ګڼل، فقر او طبي خدماتو او مشورو ته د لاسرسۍ کموالی ددې سبب شوی چې د ایډز خپرېدل زیاتې تنکۍ نجونې قرباني کړي.

د رویټرز اژانس د رپوټ له مخې د یونیسف رئیسې هنریتا فور، ویلي دي چې "په اکثرو هیوادونو کې ښځې او نجونې معلوماتو او خدماتو ته لاسرسی نلري او حتی ددې توان نلري چې نامصونه جنسي مقاربت ونه مني".

میرمن فور ویلي دي چې HIV منزوي شوې او آسیب پذیره ټولنې ځپلي دي او "تنکۍ نجونې ددې کړکیچ په مرکز کې راگیروي".

د ایډز په هکله د امستردام په نړیوال کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د ښه نیت سفیرې انجلیک کیجو، ټینګار وکړ چې په فقیرو ټولنو کې ښځې او نجونې ښایي د ښه اقتصادي شرایطو نه برخمنې شي چې سکس او تن خرڅولو ته اړې نشي.

همداشان میرمن کیجو وویل "باید ښځو او نجونو ته په ایډز ویروس باندې د اخته کیدو د مخنیوي او ددې ویروس د انتقال په هکله سم معلومات او پوهاوی ورکړل شي."

همدا اوس په نړۍ کې شاوخوا ٣٧ میلیونه کسان په HIV/AIDS اخته دي چې شاوخوا درې میلیونه یې له ١٠ نه تر ١٩ کلنو پورې ماشومان او تنکي ځوانان دي.

XS
SM
MD
LG