په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکات میلر د جګړې په ټولو غاړو غږ کړی دی چې د کرونا سره د مبارزې لپاره دې باید خشونت کم کړي.
ښاغلي میلر د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۴ (وري۵) په یو پیغام کې وویل چې په عادي وضعیت کې د کرونامخنیوی ستونزمن دي او د خشونت پر مهال خو بیخي ناممکن دی.
هغه وویل چې د کروناویروس په ټولې نړۍ اغیز کړی او دا هغه څه دي افغان او بهرني ځواکونه متاثره کوي.
The focus on #COVID19 has to be on preventing the spread. Difficult under normal circumstances—almost impossible with violence. All sides need to reduce violence to focus on preventing the spread of this virus among forces & the #Afg people.—GEN Scott Miller pic.twitter.com/pjjd0bVmtf
— Resolute Support (@ResoluteSupport) March 24, 2020
په همدې حال کې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وایيچې څلور عسکر یې په کروناویروس اخته شوي دي. د عسکرو هویت یې نه دی افشا کړی.
اخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۷۴ ته رسېدلی دی.
په تازه پېښو کې په هرات کې په ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس ۳۲ مثبتې پېښې ثبتې شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار امریکا غږ ته دا ارقام تاید کړل.
هرات له ایران سره سرحد لري او هره ورځ سلګونه افغان کډوالو یا په زور او یا په خپله خوښه له ایران څخه د هرات له لارې افغانستان ته راځي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز خبرداری ورکړی دی که د ډاکټرانو لارښوونو او سپارښتنو ته جدي پام ونشي، ښايي ۱۶میلیون افغانان د کرونا په ویروس اخته شي او ممکنه ۱۱۰زره یې یې مړه شي.