د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې څلور بهرني عسکر په کروناویروس اخته شوي


د کرونا په ویروس د اخته سرتېرو هویت او هېواد نه دي ښودل شوي
د کرونا په ویروس د اخته سرتېرو هویت او هېواد نه دي ښودل شوي

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت چارواکي وايي چې څلور سرتېري یې په کروناویروس اخته شوي دي.

د دغو سرتېرو هویت او هېواد نه دي ښودل شوي خو دوی تازه افغانستان ته تللي دي. دوی لومړي بهرني عسکر دي چې په هغه هېواد د کرونا په ویروس اخته کیږي.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د سه شنبې د ورځې مارچ ۲۴ (وري۵) په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا کسان اوس قرنطین شوي او له نورو جلا کړل شوي چې دا ویروس نورو ته خپور نشي.

اعلامیه وایي‌ چې د دغه ماموریت شاوخوا ۱۵۰۰ سرتېري او ملکي کارکوونکي د معاینې په خونې کې ساتل کیږي چې ډاډ ترلاسه شي په کروناویروس اخته نه دي.

دا کسان یا تازه د کار لپاره او یا هم خپلو هېوادونو ته له رخصتیو وروسته افغانستان ته تللي دي.

د قاطع ملاتړ ماموریت وایي چې ټول امکانات یې برابر کړي چې خپل کارکوونکي معاینه کړي او تر څار لاندې وساتي او وايي تر دې دمه ۳۸ کسان چې زکام ته ورته ناروغي او علایم لري، له نورو جلا کړي او اوس تر درملنې لاندې دي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې زرګونه عسکر او ملکي مامورین کار کوي. دا بهرنیان داسې مهال په کروناویروس اخته کیږي چې په افغانستان کې دا ویروس یو کس مړی کړی او څه باندې ۴۰ کسان نور پرې اخته دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ګواښ کړی دی که خلک د ډاکټرانو لارښوونو ته جدي پام ونکړي، ښايي ۱۶ میلیون افغانان د کرونا په ویروس اخته شي او ۱۱۰زره یې مړه شي.

د کروناویروس دا مهال د نړۍ په څه باندې ۱۷۰ هېوادونو کې خپور دی او د روغتیا د نړیوال سازمان د معلومات وپه اساس څه باندې ۱۷زره کسان یې مړه کړي او شاوخوا ۳۹۰زره نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG