خيبر پښتونخوا کې سږ کال د ملاريا له ۵۴زره څخه زياتې پېښې ثبت شوي

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د روغتيا ادارې ویلي چې ددغه ایالت د خيبر ولسوالي د ملاریا په ۱۰۰۰۰ پېښو ثبتولو سره تر ټولو زياته اغېزمنه شوې ده.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د روغتيا اداره وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړيو نهو مياشتو کې په دغه ايالت کې د ملاريا له ۵۴ زرو څخه زياتې پېښې ثبت شوي دي. پر دې سربېره سلګونه نور کسان د ډينګي په ناروغۍ هم اخته شوي دي.

د روغتيا ايالتي ادارې د سپټمبر پر ۲۳ (تله دوېیمه) په خپاره کړي راپور کې زياته کړې چې د ملاريا او ډېنګي ناروغيو په پېښو کې زياتوالی په داسې حال کې د اندېښنې وړ دی چې د خيبر پښتونخوا ګڼې ولسوالۍ له خرابېدونکي حالت سره مخامخ دي.

د خیبر پښتونخوا خيبر ولسوالي د ملاریا د ۱۰زرو پېښو په ثبتولو سره تر ټولو زياته اغېزمنه شوې ده. دا ډول په شانګله کې شپږ زره او په ډېره اسماعيل خان کې د ملاريا څلور زره پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا ریاست د خيبر پښتونخوا ايالت ۱۳ ولسوالۍ د خطرناکو سیمو په توګه اعلان کړې دي. په دغو ولسواليو کې بنو، ټانک، ډېره اسماعيل خان، لکى مروت، کوهاټ، هنګو، کرک، نوشهره، چارسده، مردان، لوى دير، بونېر او شانګله شاملې دي.

بلخوا په دغه ايالت کې سلګونه نور کسان له ډينګي تبې اغېزمن شوي چې ځينې تر درملنې وروسته له روغتونونو خارج شوي او ځينې لا هم په ځانګړو وارډونو کې بستر دي. تېره اونۍ د خيبر پښتونخوا په نوښار کې د ډېنګي دوه ناروغان په روغتون کې مړه شول.

د خيبر پښتونخوا د عامې روغتیا رياست په يوه غونډه کې د حالاتو د کنټرولولو لپاره پرېکړه کړې چې د دغه ايالت په ۱۳ ولسوالیو کې به د غوماشو د جالونو( پشه خانو) د اغېزمن وېش او کارونې لپاره پلان جوړوي.

بلخوا په پېښور، ايبټ اباد، بنو، صوابۍ او نوښار کې د غوماشو پرضد د دوا پاشلو کمپاين هم پيل شوی دی.