زاخیلوال: سوله د همه شمولو بین الافغاني مذاکراتو له لارې ممکنه ده

د روسیې پایتخت مسکو کې د افغان تولنو له لورې د روان کال د فبرورۍ په ۵مه او ۶مه نېټه جوړ شوي د سولې په بین‌الافغاني کنفرانس کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکو یو پریکړه لیک خپور کړی.

پریکړه لیک چې نهه مادې لري هغه کې دې ټکو مشترک توافق شوی.( افغانستان کې تلپاتی سراسري سولې ته رسیدل، هیواد کې د بشپړ ملي اسلامی حاکمیت قایمدیل ،له هیواده څخه د بهرنیو قواو مکمل وتل، د ملي وحدت د ټینګښت، په نظام کې د افغانستان د ټولو خلکو د عادلانه برخه اخیستنې ته زمینه برابرول، د اجتماعي عدالت تامین، اسلامی اساساتو او دهیواد غوره ملي ارزښتونو ته درناوي،د میرمنو او اقلیتونو حقوقو خوندي ساتل،په هیواد کې د تیرو څو لسیزو ترخو تجربو د تکرار د مخنیوی او همدارنګه د ټولو افغاني خواو تر منځ د متقابل درک، درناوي او یو بل منل.

د دې غونډې یو برخه والاو پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال امریکا غږ اشنا راډیو سره ځانگړې مرکه کې وویل چې غونډه کې د طالبانو له لوري ستر نرمښت ولیدل شو او په دې شریک نظر څرگند شوچې په هیواد کې تلپاتې سراسري او باعزته سوله چې د افغانستان د ټولو وګړو غوښتنه ده، د صادقانه همه شمولو بین الافغاني مذاکراتو له لارې ممکنه ده.

کنفرانس ټول ګډون کوونکی او خواوې توافق لري چې په نږدی ممکن وخت کی د بین الافغاني تفاهم بله ناسته د قطر په پلازمینه، دوحه کی جوړه شی


همداراز پریکړه لیک کې راغلي چې د کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي او خواوې د افغانستان په بنیادی بنسټونو، دفاعی او نورو ملی نهادونو چی د ټولو افغانانو ملکیت دی، د سولی د توافق څخه وروسته په اړینی اصلاح، خوندیتوب، او غښتلتیا ټینکار کوي.

ښاغلي زاخیلوال دا هم وویل چې چې په دې هم شریک نظر وښودل شو چې د سولی لپاره د باور د فضا د جوړونی په منظور د ټولو خواوو له لوری په لومړی ګام کی د هغو بندیانو پر خوشی کولوټینگار کوی چی سپین ږیري دي یا پر سختو ناروغیو اخته دی او یا یی د بند موده پوره یا کمه پاتی ده. همدارنګه د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل او په دوحه کی په رسمی توګه د سیاسی دفتر پرانیستل د سولی د پرمختګ لپاره اړین دی.

په پریکړه لیک کې راغلي چې د کنفرانس ټول ګډون کوونکی او خواوې توافق لري چې په نږدی ممکن وخت کی د بین الافغاني تفاهم بله ناسته د قطر په پلازمینه، دوحه کی جوړه شی. موافقه وشوه چی په راتلونکی ناسته کی به د سولی په نورو مهمو اړینو موضوعاتو چی لا تراوسه پری توافق نه دی شوی، بحث وکړی.

ښاغلي زاخیلوال وویل چې د مسکو د غونډې پریکړه په یو معنا افغانستان کې د راتلونکې سولې دپاره یو لار ښود دی او اساسي هدف ېې روان جنگ ختمول او سوله رواستل دي او دی ورته هیله مند دی.

د ډاکټر عمر زاخیلوال سره د امریکا غږ اشنا راډیو مرکه دلته اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټر عمر زاخیلوال سره د زیبا خادم مرکه