د فضل الله وژنه به په پاکستان فشار زیات کړي- کارپوهان

د پاکستان د تحریک طالبان مشر ملا فضل الله وژنه به په پاکستان فشار زیات کړي ځکه نړیوال او په خاصه افغانستان به اوس دا تمه لري چې پاکستان په دغه ملک کې د حقاني ډلې ضد اقدمات وکړي.

دغه څرگندونې د سیاسي چارو کارپوهانو د ملا فضل الله په کنړ کې په ډرون برید کې د وژل کیدو په اړه کړیدي.

ملا فضنل الله چې په سوات کې یې په ٢٠٠٥ کال کې یوه راډیو خلاصه کړې وه او په هغې به یې د نجونو د تعلیم خلاف او د جهاد تبلیغ کاوه، په ٢٠٠٩ کال کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په نتیجه کې، د پاکستاني چارواکو له قوله، " افغانستان ته تښتیدلی و".

د عوامي نیشنل گوند مرکزي مشر افراسیاب خټک د ملا فضل الله وژل کیده په سمبولک توگه مهم وبلل. هغه زیاته کړه، "د پاکستاني طالبانو ډله په افغانستان کې د زیاتره مشرانو د وژل کیدو وروسته هغومره خطرناکه ډله نده پاتې خو دا به په پاکستان فشار زیات کړي. چې یا خو طالبان د خبرو لپاره تیار کړي او یا په هغه ملک کې د ترهگرو پناهځایونه ختم کړي "

ملا فضل الله چې د تیرو څو کلونو راهیسې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشري یې کړیده، د دی نه مخکې یې هم څو وارې د وژل کیدو راپورونه خپاره شوي و خو طالبانو به وروسته بیا رد کړل.

په واشنگټن کې د سیاسي چارو کارپوه مایکل کگلمین وایي چې د طالبانو د مشر وژل کیده به دومره اثر ونلري خو دا بیشکه په پاکستان فشار زیاتوي چې په خپل ملک کې د موجودو ترهگرو په ضد اقدامات وکړي. هغه وایي "فضل الله د امریکايي ډرون په نتنیجه کې وژل شویدی، د هغه وژل به د پاکستان او امریکا خرابې شوې اړیکې هم بیا یو څه ښه کړي. "

د یادونې وړ ده چې د امریکا او پاکستان اړیکې هم په تیرو څو کلونو کې د ترهگرو د پناهځایونو په مسله خرابې دي. امریکا د پاکستان نه غواړي چې د حقاني شبکې او نورو ترهگرو خلاف اقدامات وکړي خو پاکستان وایي امریکا بیځایه تورونه لگوي.

د عوامي نیشنل گوند یوه مخکښه غړي بشری گوهر هم دا نظر لري چې د فضل الله وژنه به په پاکستان فشار زیات کړي چې په خپل ملک کې د ترهگرو ضد عملي اقدامات وکړي خو هغه زیاتوي چې فضل الله د پاکستان اثاثه وه. " د فضل الله وژل دومره فرق ځکه نه کوي چې پاکستان هم هغه پالیسي لري. تر څو چې پاکستان خپله پالیسي نه وي بدله کړي نو د بدلون تمه نده پکار."

اغلې گوهر زیاتوي چې پاکستان ته پکار ده د افغانستان سره خپلې اړیکې سمې کړي او خپله ٣٠ کلنه زړه تگلاره بدله کړي.

په فلوریډا کې میشت د سیاسي چارو مبصر ډاکټر محمد تقي بیا د بشری گوهر سره موافق ندی. هغه وایي

"د مشر وژل کیده اثر لري. او ځکه د فضل الله وژنه به هم اثر ولري. او امریکا د تحریک طالبان پاکستان د هر یو مشر د وژلو سره دا ثابته کړه. په ډرون حمله کې د طالبانو د مشر وژنه به طالبانو ته ډیر تاوان ورسوي، هغوي به ضعیفه کړي."

تقي زیاته کړه چې د پاکستان حکومت هم د دی فضل الله سره تړونونه لاسلیک کړي و. هغه وویل چې که پاکستان هغه په وخت په نښه کړی وی نو اوس به د فضل الله د لاسه دومره شمیر خلک نه وژل شوي او ځوریدلې.