ملا یعقوب: د عفوي فرمان عمومي دی، طالبان د چا د وژلو حق نلري 

طالب وسله وال

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب په یوه نوي غږیز پیغام کې ویلي داسې راپورونه ورته رسیدلي چې ګواکې د طالبانو جنګیالیو یو شمیر کسان له طالبانو سره د دښمنۍ او مخالفت له امله وژلي دي.‌

نوموړي ته په یوه منسوب پیغام کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه هم خپور کړی، د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب د طالبانو ټولو غړو ته ویلي دي چې د طالبانو د مشر د بښنې فرمان عمومي دی او د هغه په وینا" هیڅوک حق نلري چې دا ژمنه تر پښو لاندې کړي او ددې فرمان خلاف شخصي انتقام واخلي."

ملا یعقوب په دې پنځلس دقیقه یي پیغام کې ویلي که طالبان له چا سره شخصي دعوا لري نو محکمې ته دې مراجع وکړي او له هغې لارې دي‌ خپل مشکل حل کړي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې ویلي دي که له دې وروسته څوک داسې خپل سري اعمال وکړي د خپل عمل سزا به وویني.

کابل ته د طالبانو له داخلیدو وروسته، دې ډلې عمومي عفوه اعلان کړه او له ټولو دولتي کارکوونکو یې وغوښتل چې خپلو وظایفو ته ولاړ شي.

خو د تیرو شپږو اوونیو په موده کې د بشري حقونو نړیوالو مدافع سازمانونو، طالبان د بشري حقونو په نقض، د مخالفانو په وژلو او د خبریالانو او میرمنو په وهلو ټکولو تورن کړي دي.

په افغانستان کې هم څو سیمه ایزو رسنیو د طالبانو له خوا د قتل، اختطاف او بد چلند راپورونه ورکړي دي.

څه موده وړاندې په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښکاره کوي طالبان په پنجشیر او د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې خلک په صحرایي محکمو کې وژني.

ملا یعقوب همدارنګه په دې کابو پنځلس دقیقه یي پیغام کې طالبانو ته څو نورې لارښونې هم کړي دی.

هغه زیاته کړې د طالبانو یو شمیر قومندانانو په ځینو مواردو کې فاسد، بد او کمزوري خلک د خپلو ګټو او د صف د بدنومي کولو لپاره له ځانونو سره یوځای کړی، هغه خپلو ملګرو ته لارښونه کړې چې د پخوانیو اربکیانو او جنایت کارانو له یوځای کیدو څخه ډډه وکړي.

نوموړي څرګنده کړې کومو کسانو چې فاسد او بد کسان له ځانونو سره یوځای کړي باید په دې پوه شي چې هغوی د امارت پکار ندي.

ملا یعقوب، خبرداری ورکړی له دې پیغام وروسته، که په تفتیش کې ثابته شي چې داسی کسان د طالبانو د قومندانانو په ډلو کې لا هم شته، د طالبانو دا قومندانان به له بې وسلې کولو څخه نیولې بیا د طالبانو له لیکو څخه د وتلو له عواقبو سره هم مخ شي.

ملا یعقوب همدارنګه په دې پیغام کې د یو شمیر طالبانو په بیځایه ګرځیدو او راګرځیدو هم انتقاد کړی او زیاته کړې یې ده چې پکار ده دا ځواکونه د خپلو مسولیتونو په ساحو کې پاتې شي. نوموړي ویلي دا ډول اعمال د نظام حیثیت ته تاوان رسوي او خلک پرې انتقاد کوي.

هغه همدارنګه له طالبانو غوښتي دي چې ټرافیکي قوانین مراعات کړي او د خلکو د ازار او اذیت سبب نشي.

ملا یعقوب د پیغام په یوې برخه کې پر طالبانو غږ کړی چې خپل اعمال او ظاهر په شریعت برابر کړي ځکه اوس له لوی امتحان سره مخ دي.

هغه څرګنده کړی اوس بهرنیان وتلي، اشغال ختم دی او داسې اعمال باید ترسره نشي چې د خلکو د خوابدۍ لامل شي او تکبر پکې ولیدل شي. نوموړي ویلي داسې شکایتونه شته چې د یو شمیر مجاهدینو اعمال د هغوی له شان سره برابر ندي.

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ویلي هر څوک چې د شریعیت او نظام خلاف ګام ایږدي هغوی ته د منلو وړ ندي او ضرورت ورته نشته.

ملا یعقوب د طالبانو د بنسټ ایښودونکي‌ ملا محمد عمر زوی دی چې په پاکستان کې یې دیني زده کړي کړي او طالبانو تر اوسه د هغه هیڅ عکس هم خپور کړی ندی.

ملا یعقوب په کابو تیرو څو کلونو کې د افغانستان په څه باندې نیمایي ولایتونو کې د طالبانو د جنګي جبهاتو مشري کوله.