هند کې د فرقه‌يي تاوتریخوالي وروسته د مسلمانانو د دوکانونو مخې نړول شوي

ځايي رسنۍ وايي، ممبۍ کې د فرقه يي تاوتریخوالي له پېښو وروسته د یو شمېر مسلمانانو د دوکانونو مخې نړول شوي. (عکس: ارشیف)

په هند کې دا اونۍ د بابري مسجد پر ځای د جوړ شوي مندر د پرانیستلو په پایله کې د فرقه يي تاوتریخوالي د پېښو وروسته، چارواکو د ممبۍ په ښار کې د لسګونو مسلمانانو د پلورنځیو مخې ویجاړې کړي دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د یکشنبې په ورځ د اترپردېش ایالت په ایودیا کې، په ۱۹۹۲ کې د نړول شوي شپاړسمې پیړۍ د جومات پر ځای جوړ شوی رام مندر پرانیست.

دا مطلب هم ولولئ د هند صدراعظم د بابري جومات پرځای جوړ شوی مندر پرانیست

دې کار په ممبۍ ښار کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ فرقه يي تاوتریخوالی پارولی دی. د تاوتریخوالي په دې پېښو کې د هندوانو هغه لاریون شامل دی چې د مسلمانانو په سیمه کې یې مذهبي شعارونه ورکول.

چارواکي وايي، په پېښو کې مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې. خو د سه شنبې په ورځ چارواکو په دغه سیمه کې د بلدوزرونو په مرسته د مسلمانانو د لسو څخه زیاتو دوکانونو مخې ونړولې.

د ځايي رسنیو په حواله، له دې یوه ورځ وروسته، د محمد علي پر سرک باندې د شاوخوا ۴۰ نورو پلورنځیو مخې ونړول شوې.

د ممبۍ ښار په دې مرکزي سیمه کې مسلمانان دوکانونه لري او د یکشنبې په ورځ د فرقه يي تاوتریخوالي ښکار شوه.

د ښاروالۍ یو افسر، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د پنجشنبې په ورځ فرانس پرس ته وویل: "موږ د سړک د غاړو پاکولو کار پیل کړی چې په ترڅ کې یې د دوکانونو مخې ته جوړې شوې سرپناوې او داسې نور لیرې کړل شوي دي."

د ټولو عقیدو ډیری دوکانداران په ممبۍ کې د لمر او باران څخه د خپلو دوکانونو د ساتلو په موخه، د خپلو دوکانونو مخې ته له لرګیو څخه سرپناوې جوړوي.

د ښاروالۍ چارواکو سیمه ییزو رسنیو ته وویل چې دا کمپاین "د معمول سره سم" و او د یکشنبې د فرقه يي نښتو وړاندې پلان شوی و، او دا چې موخه یې د غیرقانوني جوړو شویو ودانیو پاکول او د سرک ترڅنګ د پیاده تګ راتګ د لارو خلاصول و.

'بلدوزر عدالت'

د "بلدوزر عدالت" په هند کې د سیمه ایزو چارواکو په لاس کې وسیله بلل کیږي، چې د بلدوزرونو په وسیله شکمنو مجرمینو ته د دوی د ملکیتونو په ویجاړولو سره سزا ورکول کیږي.

د بشري حقونو ډلو دا عمل ډله ایزه سزا او غیرقانوني بللی او هغه یې غندلی چې په غیر متناسب ډول د هند مسلمان اقلیت په نښه کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان چارواکي اکر پټېل په یو بیان کې وویل چې په ممبۍ کې د دې اونۍ په لاریونونو کې د "ټولنیز تاوتریخوالی له پیښو وروسته د مسلمانانو ملکیتونو ویجاړول د خپلسرو مجازاتو ورکولو د پالیسۍ" استازیتوب کوي.

د هند په یو شمیر ایالتونو کې د صدراعظم نریندرا مودي د بهارتیا جنتا ګوند له خوا په دې وروستیو کلونو کې د حکومت ضد لاریونونو کې د ګډون په تور د خلکو د کورونو د ویجاړولو کمپاینونه په لاره اچول شوي دي.

په کمپاینونو کې په نښه شوي کې اکثریت مسلمانان بلل شوي دي.