انګ سان سوچي په څلورو کلونو بند محکومه شوه 

ان سان سوچي په څلورو کلونو بند محکومه شوه

په میانمار کې د دموکراسۍ لپاره د ملي لیګ د ګوند مشره انګ سان سو چي په څلورو کلونو بند محکومه شوې ده.

محکمې نن دوشنبه ډسمبر شپږمه (لیندۍ۱۵) هغه د خلکو د پارولو او کروناویروس محدودیتونو ته د نه پاملرنې په تور محکومه کړه.

د مېرمن سوچي ګوند تېرکال انتخابات وګټل او د پوځ د لسګونو کلونو واکمنۍ څخه وروسته یې په میانمار کې حکومت جوړ کړ. خو د همدغه کال د فبرورۍ په میاشت کې پوځ کودتا وکړه، ان سان سوچي او د هغې د ګوند یو شمېر غړي یې ونیول او پوځي حکومت یې اعلان کړ.

په میانمار کې د پوځ د کودتا په ضد ډېرې مظاهرې وشوې چې زرګونه کسان په کې ووژل شول،‌ ژوبل شول او بندیان شول.

د نوبل د جایزې ګټونکې انګ سان سوچي په ځینو نورو مسائیلو هم تورنه ده او راپورونه وايي که پرې ثابت شي، ښايي په ۱۰۰کلونو بند محکومه شي.

د میانمار پوځ هغه په یو نامعلوم ځای کې ساتي او محکمې ونه ویل چې هغه به زندان ته ولېږدول شي که نه. خو محکمې دا خبره کړې چې هغه په دغه ځای کې د څه وخت لپاره ساتل شوې نو له همدې کبله یې د زندان لس میاشتې وخت کم شو.

د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي راپور ورکونکي ویلي دي چې دا محکمه او په میانمار کې بله هره محکمه چې کیږي، غیر منصفانه او د نظامیانو تر نظر لاندې کیږي.

پوځ څو کاله مخکې د میانمار په راخین کې د مسلمانانو په ضد عملیات وکړل چې لږ تر لږه ۷۳۰زره مسلمانان یې مجبور کړل چې بنګله دېش ته وتښتي. یو شمېر یې ووژل شول او یو شمېر نور یې بندیان شول.

د دغو پوځي عملیاتو له کبله په انګ سان سوچي باندې کلک انتقادونه وشول. پوځ وايي عملیات یې د ترهګرو په ضد کړي وو. خو د ملګرو ملتونو څارونکي‌ وايي‌ چې په دغو عملیاتو کې ډله ایزې وژنې او جنسي‌ تېري شوي‌ دي.

ویل کیږي چې د انګ سان سوچي مدافع وکیلان به د محکمې د دغې پرېکړې په ضد د استیناف غوښتنه کوي.