شمالي کوریا د خپلو تاسیساتو د څیړنې اجازه ورکوي

ዋንጫ ሃገራት ኣፍሪቃ መበል 16 መዓልቲ

شمالي کوریا ددې هیواد د توغندیو پروګرام پورې د اړوندو مهمو تاسیساتو د له منځه وړلو له چارو څخه د نړیوالو څیړونکو په لیدنې هوکړه کړې ده.

شمالي کوریا دا اعلان د سه شنبې په ورځ ( سپټمبر ۱۸) په پیونګ یانګ کې د دواړو کوریاګانو د مشرانو د لیدنې پرمهال وکړ. د شمالي کوریا چارواکو وویل که د امریکا متحده ایالاتونه د دواړو کوریا ګانو له خوا د شوې هوکړې پر اساس اړین ګامونه پورته کړي نو دا هیواد چمتو دی چې په یونګ بیون ښار کې خپل اټومي مرکز هم له منځه یوسي.

د شمالي کوریا رهبر کیم جون اون او د جنوبي کوریا جمهور رئیس مون جی ان همدرانګه د دواړو هیوادونو د سولې او نظامي همکاریو یو قرار داد لاسلیک کړ.د شمالي کوریا مشر دا هوکړه تاریخي بریا وګڼله " موږ داسې نظامي قرار داد لاسلیک کړ چې د لسیزو راهیسې جګړو او دښمنیو ته د پای ټکی ایږدي. موږ ژمنه وکړه چې کوریا له اټومي وسلو او ګواښونو پرته د سولې په خاوره بدله کړو."

د دواړو کوریا ګانو مشرانو ددې قرار داد ترلاسلیک وړاندې د شمالي او سهیلي کوریا په سرحد کې د تاوتریخوالو د کموالي په موخه یو بیل قرار داد هم لاسلیک کړ.

د سهیلي کوریا جمهور رئیس مون جی ان وویل" د شمالي او سهیلي کوریا اوسیدونکو! له جګړې پرته د کوریا لپاره کار پیل شو. د سهیلي او شمالي کوریا ګانو مشران نن د هر هغه ګواښ په لري کولو سلا شول چې د کوریا د جګړې د رامنځ ته کیدو امکان رامنځ ته کوي. موږ همدارنګه د امنیتي قرار داد د پلي کولو په موخه د یوه ګډ نظامي کمیسیون په جوړیدو سلا شو."

چین د کوریاګانو په دې هوکړې خوښي کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه هیوادونه د همکاریو د زیاتوالي لپاره کار وکړي او د کوریا مشکلات د خبرو له لاري هوار کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شیانګ خبریالانو ته وویل" چین ددې هرکلی کوي او د دواړو لورو هڅې ستايي. د کوریا ټول اوسیدونکي د سولې، نیکمرغۍ ، یووالي او همکاري غوښتونکي دي. چین د کوریا د ګاونډي په توګه تل د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراخوالي، د همکارۍ د زیاتوالي او یووالي ملاتړ کوي."

د دواړو کوریاګانو اوسیدونکي هم په وروستیو پرمختګونو خوشاله دي. د شمالي کوریا د مطالعاتو د پوهنتون استاد یونګ مو جین وویل" فکر کوم د سوله یيزې کوریا لپاره بنسټ برابر شوی دی.د یوه ګډ نظامي کمیسیون جوړیدل به ددې لامل شي چې سهیلي او شمالي کوریا په منظم ډول کار وکړي. دا کار به د اټومي بې وسلې کولو او د کوریا د سولې سره ډیره مرسته وکړي."

سربیره پر دې دواړو کوریاګانو هوکړه وکړه چې د ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۳ کاله پورې د کوریا په جګړه کې د وژل شویو سرتیرو د پاتې شونو په اړه ګډې پلټنې وکړي.د سهیلي کوریا جمهور رئیس وویل د شمالي کوریا مشر د روان کال په پای کې سؤل ته د سفر وړاندیز منلی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

د شمالي او سهیلي کوریا ترمنځ هوکړه