د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او شمالي کوریا مشرانو تاریخي کتنې پرمهال یو سند لاسلیک کړ


د امریکا او شمالي کوریا جمهور رئیسانو د خپلو خبرو په پای کې یو سند هم لاسلیک کړ.
د امریکا او شمالي کوریا جمهور رئیسانو د خپلو خبرو په پای کې یو سند هم لاسلیک کړ.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا جمهور رئیس کېم جونګ اونګ د سه شنبې د ورځې (غبرګولی ۲۲ مه) د خپلو خبرو په پای کې یو سند، چې جمهور رئیس ټرمپ یو ډیر هراړخیز سند بللی هم لاسلیک کړ.

جمهور رئیس ټرمپ د دغه سند د محتویاتو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې د دې سند په اړه به نن له غرمې وروسته په یو خبري کنفرانس کې خبرې وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ وویل " مونږ به د نړۍ د یوې ډیرې سترې او خطرناکې ستونزې غم و خورو".

د امریکا جمهور رئیس د شمالي کوریا له جمهور رئیس سره د دغې کتنې وروسته د کوریا د ټاپو وزمې د غیرې اتمي کیدو په اړه هم خوشبیني څرګنده کړې ده.

جمهور رئیس ټرمپ وویل، د شمالي کوریا سره په خبرو کې د هرچا د توقع پر خلاف پرمختګ شوی دی.

جمهور رئیس ټرمپ وویل " بنآ مونږ یو ډیر مهم او یو ډیر هراړخیز سند لاسلیک کوو او مونږ یو بل سره ډیر ښه وخت او ډیرې ښې اړیکې لرلې".

د شمالي کوریا جمهور رئیس کېم جونګ اونګ د امریکا د جمهور رئیس سره لیده کاته او خبرې تاریخي موقع وګڼله او ویې ویل، چې دواړو مشرانو پریکړه کړې، چې تیر وخت ته شا کړي.

ښاغلي کېم وویل " مونږ یو تاریخي غونډه لرله او پریکړه مو وکړه، چې تیر وخت تر شا پریږدو او مونږ د تاریخي سند لاسلیک ته نږدې شوي یو. نړۍ به یو ستر بدلون شاهده وي. زه غواړم د دغه ملاقات د تر سره کیدو له امله د جمهور رئیس ټرمپ څخه مننه وکړم . ډیره زیاته مننه".

ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس به نن څه وخت د خپلو خبرو پایلې په یو خبري کنفرانس کې د خبریالانو سره شریکې کړي.

دمخه معلومات

د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د جمهور رئیس کېم جونګ اونګ په مشرۍ د دواړو هیوادونو د پلاو ترمنځ نن د سه شنبې په ورځ (غبرګولی ۲۲ مه)د خبرو وروسته، چې د امریکا جمهور رئیس ډیرې ښې بللي، د دواړو هیوادونو مشرانو د خپلو ترجمانانو په مرسته د پټو دروازو شاته په ځانله سر خبرې پیل کړي دي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو خبریالانو ته ویلي، چې د بندو دروازو شاته دا خبرې شاوخوا ۴۵ دقیقو لپاره دوام درلود .

د سینګاپور د سینټوز ټاپو په یو هوټل کې د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د لومړینو خبرو په پیل کې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا جمهور رئیس کېم جونګ اون یو بل ته سره لاسونه ورکړل .

د دغو خبرو په پای کې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او جمهور رئیس کېم جونګ اونګ د بندو دروازو شاته د پټو خبرو لپاره خونې ته تر ننولو مخکې رسنیو ته هم لنډې خبرې وکړې.

جمهور رئیس ټرمپ د شمالي کوریا د جمهور رئیس سره د خپلې لومړنۍ کتنې په اړه وویل، چې په دې کې شک نشته، چې دې به د ښاغلي کېم سره ډیرې ښې اړیکې ولري.

جمهور رئیس ټرمپ وویل" زه ډېر ښه احساس لرم، موږ به ډېرې خبرې ولرو او فکر کوم ، چې بریالي به یو. دا زما لپاره ویاړ دی او پرته له شک څخه، چې مونږ به ښه اړیکي سره ولرو".

جمهور رئیس کېم جونګ اونګ وویل، چې دغه ځای ته راتګ اسان نه و.

هغه وویل تعصبونو او پخوانیو کړنلارو یې په مخ کې خنډونه را ولاړ کړي وو.

جمهور رئیس کېم وویل "خو موږ بریالي شو او ټول خنډونه مو شاته پریښودل او اوس دلته یو".

د پلان له مخې د دغو خبرو وروسته به بیا د دواړو هیوادونو مشران او پلاوي سره لیده کاته وکړي.

ټاکل شوې د د غو کتنو وروسته به دواړه مشران نن له غرمې وروسته د خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG