میلر له نکلسن نه قومانداني اخلي، ویې پیژنئ

جنرال میلر په عراق، سومالیا او بوسنیا کې هم د اورپکو پر ضد ماموریتونو کې دندې ترسره کړې

تلونکی امریکايي قوماندان وايي په افغانستان کې تر هر وخت ډیر د سولې لپاره خوځښتونه ډیر شوي ډي.

د یکشنبې په ورځ (سپتمبر۲) به جان نکلسن په افغانستان کې ټولو امریکايي ځواکونو مشري په رسمي توګه ډګرجنرال آستن سکاټ میلر ته وسپاري. جنرال نکلسن له ۲۰۱۶ کال راهیسې دغه دنده ترسره کړې ده.

د نکلسن تر قوماندې لاندې په افغانستان کې د امریکا د هوايي بریدونو شمیر خورا ډیر شول، خو نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې تر هروخت ډیر اوس په افغانستان کې د سولې لیوالتیا او خوځښتونه ډیر شوي دي.

نوموړي د امریکا ملي راډیو (ان پي آر) ته ویلي "اوس په افغانستان کې د سولې لپاره یو نړیوال غږ پورته شوی دی. مدني ټولنې، د سولې فعالان، د ښځو د حقونو ډلې او سیاسي مخالفان ټول سوله غواړي. طالبانو هم یو ډول دغه غږ ته ځواب ویلی دی. موږ په تېرو ۱۷ کلونو کې د طالبانو له لوري د سولې لپاره داسې پیغامونه نه وو لیدلي."

د نکلسن ځاې ناستې به ډګرجنرال میلر شي

۵۷ کلن میلر د متحدوایالتونو د هاواي په ایالت کې زېږېدلی دی، په ۱۹۸۳م کې د امریکا له پوځي اګاډمۍ فارغ شوی او د امریکا د پوځ په بېلابېلو برخو کې یې دندې ترسره کړي دي.

جنرال میلر تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو مشر و. همدغه راز یې د پټو عملیاتو مشري هم کوله چې د اورپکو پر ضد پیچلي عملیات کوي.

د متحدو ایالتونو سنا هغه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د نوي قومندان په توګه تاید کړی دی.

جنرال آستن پر افغانستان سربېره، په عراق، سومالیا او بوسنیا کې هم د اورپکو پر ضد ماموریتونو کې دندې ترسره کړې. د امریکايي رسنیو د راپور له مخې هاستون میلر په ۱۹۹۳م کې د سومالیا په موګادېشو کې د اورپکو سره په یو جنګ مېړانه وښوده او د یو شمېر امریکایي سرتېرو ژوند یې وژغوره.

هلته اورپکو د امریکايي ځواکونو بلک هاګ الوتکه کېناستلو ته مجبوره کړې وه او په بریدونو کې یې شاوخوا ۱۸ امریکایي سرتېري وژلي او ۷۳ نور یې ژوبل کړي وو.

میلر په مهارت سره دا جنګ کابو کړ، کرۍ ورځ یې له اورپکو سره جنګ وکړ، ژوبل شو خو ځان او نور ملګري یې وژغورل. له همدغې پېښې وروسته هغه ته د "برونز ستوری" مډال ورکړل شو.

آستن میلر به د نورو بهرنیو مشرانو په څېر له افغان حکومت سره له نژدې کار کوي، چې افغان ځواکونه وروزل شي، سلا مشورې ورکړل شي، تجهیز کړل شي چې د اورپکو پر ضد جنګ نتیجه ورکړي.