افغانستان څخه به د ناټو د سرتیرو وتل د شرایطو په اساس وي- سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

ناټو وايي چې له افغانستان څخه یې ځواکونو د ایستلو او یا ځای پرځای کولو په اړه هره پرېکړه به د شریکانو په مشورې کیږي او ماموریت به یې دلته د شرایطو په اساس ختمیږي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون پنجشنبه اکتوبر۸ (تلې۱۷) ناوخته یو مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: "موږ به افغانستان کې د خپل راتلونکي ماموریت په اړه مشوره وکړو، مهمه داده چې موږ خپلې هڅې همغږې کړو... دا زموږ د ټولو شریکانو هڅې دي او زموږ کار به د شرایطو په اساس وي، موږ شرایطو ته په کتو پرېکړه کوو، ځکه فکر کوو ډير مهمه ده چې خپلو ژمنو ته دوام ورکړو."

نوموړي داسې مهال دا خبره وکړه چې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په خپل ټویټر کې ولیکل چې د روان میلادي کال تر پای پورې به له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي. طالبانو د ښاغلي ټرمپ د دغې پرېکړې هرکلی وکړ.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې چې ناټو افغانستان ته د خپلو شریکانو سره په ګډه د تللو پرېکړه کړې او په همدې ډول به د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې بهرني سرتیري په مناسب وخت کې له هغه هیواد څخه وځي.

هغه ویلي: "موږ په افغانستان کې خپل ماموریت ته ژمن یو، ځکه زموږ دامنیت په ګټه دی، ترڅو ډاډ تر لاسه کړو چې بیا د تروریستانو په امن ځای بدل نشي."

نوموړي یو ځل بیا په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدو هر کلی او ملاتړ کړی دی.

د ناټو عمومي منشي همدارنګه ویلي چې په وروستیو کلونو کې د سولې د هڅو په لړکې له افغانستان څخه یې خپل زرګونه سرتیري ایستلي او دا مهال یوازې ۱۲زره سرتیري حضور لري چې په وینا یې دنده یې افغان سرتیرو ته سلا مشورې ورکول، روزنه او مرسته ده.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د تیرې فبرورۍ میاشتې د توافق په اساس بهرني سرتیري باید د ۱۴ میاشتو په جریان کې افغانستان پرېږدي.

بلخوا وسله والو طالبانو له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو په اړه د ټرمپ د ټویټ هر کلی کړی دی.