د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر کمولو د ناټو او اروپايي ټولنې ټینګار

ناټو وايي طالبان به د جګړې له لارې بریالي نشي

ناټو او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د بریدونو او تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ اپرېل۱۴ (وري ۲۶) د ناټو غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د وینا پر مهال له طالبانو څخه غوښتي چې خپل بریدونه ودروي او د دوحې د سولې هوکړه لیک په بشپړه توګه عملي کړي.

ښاغلي ستولټنبرګ زیاته کړې د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړه لیک په اساس په افغانستان کې سولې ته د رسېدلو یوازنۍ لار د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمېدل دي.

هغه ګواښ کړی چې طالبان به د جګړې له لارې په افغانستان کې بریالي نشي.

نوموړي زیاته کړې: "ناټو له افغانستان سره خپلو ژمنو ته دوام ورکوي... موږ په دې باور یو چې د سولې له بهیر سره د مرستې کولو مناسبه لار له افغانانو څخه ملاتړ کول دی، تر څو طالبان پوهه شي چې هیڅ کله د جګړې له لارې نشي بریالي کیدای."

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغان حکومت او طالبانو لخوا د زندانیانو د ازادولو هر کلی کړی او زیاته کړې ده چې د زندانیانو په ازادولو سره دي هم مهاله تاوتریخوالی کم شي.

رولاند کوبیا همدارنګه زیاته کړې چې د ټولو زندانیانو د ازادولو مخکې دي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې هم پیل شي.

خو افغان حکومت بیا ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو په اړه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د دغه ډلې لخوا تاوتریخوالی زیات شوی دی.

تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وویل چې د حکومت لخوا د سولې په اړه هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوي، خو طالبانو بر عکس تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم وړمه ورځ وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړه لیک څخه وروسته ۲۰۲ تنو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه کمېسیون ویلي و چې د یادې مرګ ژوبلې ۵۰ سلنه مسؤلیت وسله والو طالبانو او پاتې داعش او نورو افرادو ته متوجه دی.

افغان حکومت تر دا مهاله ۳۶۱ طالب بندیان د سولې بهیر سره د مرستې په توګه له بګرام زندان څخه ازاد کړي دي.