ناټو له طالبانو سره د سولې د احتمالي هوکړې پر پایلو خبرې کوي

د ناټو سرمنشي وايي، کڅه هم لا په افغانستان کې حالات سخت دي، خو زیاتوي چې په دغه هېواد کې د سولې د راتلو څرک لیدل کېږي.

ینس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ د «سلواغې پر۲۳مه» په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت او له طالبانو سره د سولې د احتمالي هوکړې د پایلو په اړه خبرې او مشورې وشي.

خو نوموړي زیاته کړه چې اوس به له طالبانو سره د سولې د هوکړې په اړه څه ویل له وخت ولاړندې وي.

د ناټو سرمنشي وویل چې د دغه سازمان غړي افغانستان ته تللي او په دغه هېواد کې به د ناټو د حضور په اړه پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې د ناټو ددفاع وزیرانو ناسته د چهار او پنجشنبې په ورځ د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو په مرکز کې تر سره شي.

سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل چې د ناټو سازمان به په افغانستان کې د حالاتو تر سمېدو پورې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي‌ استازي زلمي‌ خلیلزاد سره د لیدنې په اړه وویل چې متحده ایالات به د وروستیو تحولاتو په اړه خبر شریکان په جریان کې واچوي.