پاکستان یو ځل بیا پي ټي ایم د NDS او RAW په مالي ملاتړ تورن کړ

د پاکستان د پوځ تر ویاند وروسته اوس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم ادعا کړې، چې د افغانستان او هند څارګرې ادارې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته پیسې ورکوي.

شاه محمود قریشي پرون په ملتان کې له رسنیو سره خبرو کې یاد غورځنګ ته په اشارې ویلي، چې هېواد یې په دې اړه کره شواهد لري چې د افغانستان «NDS» او د هند «RAW» د پاکستان ځینو وګړو ته پیسې ورکوي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور هم ادعا کړې وه چې د افغانستان او هند استخباراتي ادارې د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره مالي امکانات برابروي.

قریشي ویلي، چې پښتانه د پاکستان خیر غواړي، خو پښتون ژغورني غورځنګ ته په اشاره یې زیاته کړې، چې د افغانستان او هند څارګرې ادارې د پاکستان ځینو خلکو ته پیسې ورکوي.

تر دا مهاله دغه لوړپوړو پاکستانیو چارواکو د خپلو ادعاو په اړه کره شواهد نه دي وړاندې کړي.

خو تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت یو مقام د پاکستان د پوځ د ویاند دغه ادعا په کلکه رد کړې وه.

تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم له امریکاغږ سره ځانګړې مرکه کې د پاکستاني پوځیانو دا ادعا په کلکه رد کړه او وویل چې پدې اړه هېڅ ثبوت نشته.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم څه موده مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ لهجه ناسمه بللې وه، خو د دغه غورځنګ مشر وايي، د دوی لهجه سمه ده ځکه دوی حقیقت وايي "... دوی وايي، د پښتون ژغورني غورځنګ خبرې سمې دي خو لهجه یې سمه نه ده، خو موږ بیا وایو چې د دوی لهجه سمه ده خبرې سمې نه دي."

ښاغلي پشتین دمخه هم له امریکا غږ ډېوې سره مرکه کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د "ګواښلو او ځپلو" په اړه د پاکستان د پوځ مخه ونیسي.

ښاغلي پښتین همدارنګه ویلي و، چې دغه غورځنګ په هېڅ یو بهرني هېواد کې بانکي حسابونه نه لري.