د مکسیکو ولسمشرې، کلودیا شینباوم، د جمعې په ورځ فبروري ۷ (سلواغې ۱۹مه) وویل، چې دغه هېواد له تېرې جنوري میاشتې راهیسې،کله چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ دویمه دوره پیل کړه، تر ۱۱ زرو ډېر ناقانونه کډوال چې له امریکا څخه ایستل شوي وو، بېرته منلي دي.
هغې زیاته کړه، د دغو کډوالو ډېری برخه د مرکزي امریکا د هېوادونو اتباع دي، چې د متحده ایالاتو د کډوالۍ د سختو قوانینو له امله اخراج شوي او مکسیکو ته شړل شوي دي.
شینباوم زیاته کړه، پدغو کډوالو کې شاوخوا ۲۵۰۰ هغه کسان هم شامل دي، چې د مکسیکو اتباع نه دي، خو دغه هېواد د بشردوستانه ملاحظاتو له مخې منلي دي.
مېرمن شینباوم دغه څرګندونې پداسې حال کې کوي، چې تیره اوونۍ یې له ولسمشر ټرمپ سره تر ټیلفوني تماس وروسته منلې وه، چې د متحده ایالاتو سره په ګډو پولو کې به د غیر قانوني کډوالو او فنټنایل په نامه د مخدره موادو مخنیوي لپاره به اقدامات کوي.
دا مطلب هم ولولئ ټرمپ د مکسیکو او کاناډا په صادراتو ګمرکي تعرفې د یوې میاشتې لپاره وځنډولېپه مقابل کې ولسمشر ټرمپ په سمدستي توګه پر مکسیکو د ګمرکي تعرفې عملي کیدل وځنډول، ځکه چې مېرمن شینباوم د متحده ایالاتو – مکسیکو جنوبي پولې ته د ۱۰ زرو سرتیرو استولو ژمنه وکړله.
نوموړې همدارنګه ویلي چې متحده ایالاتو هم ژمنه کړې چې مکسیکو ته د وسلو د قاچاق مخه ونیسي.دغه اقدام د دواړو هیوادونو ترمنځ د ناقانونه کډوالۍ د کنټرول په اړه د همکاریو یوه برخه ګڼل کیږي.
د مکسیکو ولسمشرې، رسنیو سره په یوې ناستې کې وویل، چې مکسیکو له امریکا څخه اخراج شوي کډوال د هوا او ځمکې له لارې هندوراس او نورو اړوندو هیوادونو ته استولي دي.
مېرمن شینبام زیاته کړه، چې له مکسیکو څخه د دغو کډوالو ستنیدل جبري نه دي؛ بلکې هغوی په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته ځي.
دا پداسې حال کې دی، چې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ فبروري پنځمه (سلواغه ۱۷) وویل چې لس "خطرناک" کډوال ګوانتنامو ته انتقال شول او هلته به ساتل کېږي.
پنټاګون په یوې بیانیې کې دا کسان "پردي ناقانونه" افراد بللي او ویلي دی: "دا لس خطرناک کسان د اوس لپاره په تشو توقیف خانو کې ساتل کېږي."
په امریکا کې د ناقانونه کډوالۍ سره د ټرمپ د ادارې مبارزه پداسې حال کې پیل شوې، چې ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ فبروري پنځمه (سلواغه ۱۷) وویل چې یو اجرايي فرمان به لاسلیک کړي، چې ۳۰زره هغه کډوال چې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي او جرمي سابقه لري، ګوانتنامو ته واستوي.