د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون د پوځ ۱۵۰۰ فعال سرتېري د امریکا-مکسیکو د سرحد امنیت ته استوي- مقامات


د امریکا د پوځ سرتېري د امریکا په سرحد کې اغزن مزي لګوي.
د امریکا د پوځ سرتېري د امریکا په سرحد کې اغزن مزي لګوي.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت چارواکي وايي‌ چې په راتلونکو څو ورځو کې به له مکسیکو سره د امریکا د جنوبي سرحد د امنیت لپاره د پوځ ۱۵۰۰ فعال ځواکونه واستول شي.

ولسمشر ټرمپ د خپل کار په لومړۍ ورځ د کډوالو د مخنیوي لپاره یو اجرايي فرمان خپور کړ. د پنټاګون دغه چارواکي چې نه غواړي‌ نوم یې واخیستل شي، ویلي دي چې سرپرست دفاع وزیر رابرټ سیلسیس به د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۲(سلواغه درېیم) د دغو ځواکونو استول لاسلیک کړي، خو معلومه نه ده چې د کومې قطعې ځواکونه به استول کېږي او شمېر به یې هم معلوم شي.

داسې ښکاري چې دوی به د قانون پلي کوونکو ځواکونو دنده مخې ته وړي ‌او دغه اقدام د پوځ سرتېري په یو نوي‌ ډراماتیک رول کې داخلوي چې په دې وروستیو کې د امریکا په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. په سیمې کې د ملي ګارد او احتیاطي قطعې شاوخوا ۲۵۰۰ ځواکونه مېشت دي‌ او دغه سرتېري به له هغوی سره یو ځای شي.

دا مهال د متحدو ایالتونونو په سرحد کې د امریکا د پوځ فعال سرتېري نه شته. ټاکل شوې چې استول کېدونکي ځواکونه به د سرحد له ګزمه کوونکو ځواکونو سره د لوژیستک، ترانسپورت او خنډونو د جوړولو په برخو کې همکاري کوي. دوی تر دې مخکې هم،‌ کله چې ولسمشر ټرمپ او مخکني ولسمشر بایډن سرحد ته فعال ځواکونه واستول، همدا کارونه کول.

د قانون له مخې د پوځ سرتېري اجازه نه لري چې په سرحد کې د قانون پلي کوونکو ځواکونو دنده مخې ته یوسي، خو شاید دا چاره بدله شي. ولسمشر ټرمپ په خپل اجرايي فرمان کې ویلي دي چې د دفاع او کورني‌ امنیت د چارو وزیران به په ۹۰ ورځو کې ته په دې اړه راپور ورکړي،‌ چې ایا دا قانون تعدیل شي که نه؟ دا کار به دغو ځواکونه د دې جوګه کړي،‌ چې د امریکا په خاورې کې دننه په ملکي چارو کې د قانون په تطبیق کې ترې کار واخیستل شي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپل لومړي‌ فرمان کې د دفاع نوی وزیر ته لارښوونه کړې ده،‌ چې د «ټولو سرحدونو د تړلو» او د «ناقانونه ډله ایز مهاجرت» د شړلو لپاره نوی پلان سره مخې ته شي.

د سه شنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ د ساحل ګارد مشر ادم لیندا فاګان له دندې لېرې کړ او ورسره دغې څانګې اعلان وکړ،‌ چې د «امریکا خلیج» ته به بېړۍ، الوتکې او پرسونل استوي، دا د ټرمپ د بل فرمان د تطبیق په لوري یو ګام دی، چې د «مکسیکو خلیج» نوم د «امریکا خلج» کوي.

ولسمشر ټرمپ د لوړې په مراسمو کې په خپلې وینا کې وویل چې چې په «جنوبي سرحد کې ملي اضطراري حالت اعلانوم. ټول ناقانونه راتګ به سمدستي‌ بند شي او موږ به د میلیونونو میلیونونو بهرنیو مجرمانو ستنولو بهیر پیل کړو او له کوم ځای څخه چې راغلي،‌ هماغلته به بېرته» ستانه کړل شي.

په ۲۰۲۸ کال کې هم ولسمشر ټرمپ د مهاجرو د ډله ایز کاروان د مخنیوي لپاره د پوځ فعال سرتېري سرحد ته استولي وو چې د کورني‌ امنیت او سرحدي ساتونکو سره مرسته وکړي، هغه وخت شاوخوا ۷۰۰۰ ځواکونه تکساز، اریزونا او کالیفورنیا ته استول شوي وو، چې پوځي الوتکې، بریدګر هلیکوپترونه او دا ډول نور وسائیل هم ورسره وو.

هغه مهال پنټاګون ویلي وو چې دا سرتېري به د قانون پلي کوونکو دنده مخې ته نه وړي او په همدې اساس یې سرحدي ساتونکي د سرحد په اوږدو کې انتقالول او راانتقالول او د سرحد په اوږدو کې د خنډونو د جوړولو دا ډول نورو کارونو کې یې ورسره مرستې کولې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG