افغان سوداګر: سړې خونې نلرو، ګاونډي هېوادونه زموږ محصولات بیرته پر موږ قیمته پلوري

افغان سوداګر وايي، د کافي سړو خونو د نه لرلو له امله یې زیات وخت مېوې او سبزي ګاونډي هیوادونه په کم قیمت ترې اخلي او څه وخت وروسته هم هغه محصولات پر افغانانو په لوړ قیمت پلوري.

په ننګرهار کې د همراز تجارتي شرکت په دغه ولایت کې سړې خونې جوړې کړي دي او پکې سلګونو ځوانان په کار بوخت دي. افغان سوداګر وايي په هېواد کې د تازه میوو او سبزیجاتو د ساتلو دپاره د دا ډول سړو خونو له کموالي سره مخامخ دي

افغان سوداګر علي رحمن هډه وال امریکا غږ ته وویل: "زموږ همدا سبزي او مېوې چې کله ګاونډیو هیوادونو ته ځي او کله چې سیزن ختمیږي، هم هغه میوې او سبزي په ګران قیمت پر موږ خرڅوي."

نوموړی وايي، که په افغانستان کې دننه د اړتیا وړ سړې خونې جوړې شي، افغانان به په دغه برخه کې پر ځان بسیا شي.

د همراز شرکت مسوولین وايي، د سړو خونو د چلولو دپاره د بريښنا له کموالي سره مخامخ دي او له طالبانو غواړي چې دغه ستونزه ورته هواره کړي.

د دې شرکت اداري مسوول فضل هادي امریکا غږ ته وویل: "له سړو خونو مو هدف خپلو بزګرو، سوداګرو او ځان ته ګټه رسول دي تر څو زموږ میوې دلته خوندي شي. له امارت اسلامي څخه غواړو چې د برق ستونزه مو راته حل کړي ځکه سړې خونې زیات برق ته اړتیا لري."

د افغانستان اقتصاد تر ډېره مصرفي او پر وارداتو ولاړ بلل کیږي، خو د صادراتو زیاته برخه یې په زراعت او په ځانګړي ډول په وچې او لندې مېوې ولاړه ده.

د ننګرهار د کرني او مالدارۍ خونې رئیس اجمل رحماني وايي چې دوی په پام کې لري چې د سړو خونو زیاتوالي ته توجه وکړي.

ښاغلي رحماني وویل: "د تورخم د زیانونو یو لوی علت همدا وو چې موږ سړې خونې نه لرلې. که موږ سړې خونې درلودلای همدومره لوی زیان به زموږ وطنوالو ته نه و اوښتی."

په روانه میاشت کې د پاکستاني پوله ساتونکو او افغان طالبانو ترمنځ د شخړې په نتیجه کې د تورخم دروازه د نهو ورځو دپاره تړلې وه، چې له امله یې پاکستان ته پر لاره زیاته اندازه افغان تازه محصولات خراب شول.

افغان سوداګر وايي، دوی ته د ورځې په اوسط ډول یو میلیون ډالر زیان اوښتی دی. دغه سوداګر همدارنګه وايي چې که کافي سړې خونې ولري، د تورخم تړل کېدل ورته هومره زیانمن نه اړوي.