د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تورخم دروازه د نهو ورځو تړلو وروسته بیرته پرانیستل شوه


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

ننګرهار کې د طالبانو ولایتي چارواکي وايي، چې د تورخم لار د پاکستان د سرحدي چارواکو له خوا د نهو ورځو تړل کیدو وروسته د جمعې په ورځ سپټمبر۱۵ (وږي ۲۴) د هر ډول تګ راتګ پر مخ بیرته پرانیستل شوې ده.

د ننګرهار ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا لار په سیمه ییز وخت د سهار اوه بجې د پاکستان سرحدي ځواکونو له خوا د دواړو خواو ترمنځ د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

دغه دفتر ویلي: "د لارې د پرانیستلو وروسته د دواړو خواو ترمنځ مسافرو او د ترانزیتي لاریو تګ راتګ په عادي ډول پیل شوی دی".

د افغانستان ملي تلویزیون چې د طالبانو له خوا اداره کیږي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د تورخم سرحدي لار د جمعې د ورځې سهار اته بجې پرانیستل شوې ده.

دا سرحدي لار د سپټمبر په شپږمه وروسته له هغې وتړل شوه، چې په سرحد کې د پاکستاني او طالبانو د ځواکونو ترمنځ د طالبانو له خوا د یوې امنیتي پوستې د بیا رغونې هڅه شوه او د پاکستاني ځواکونو له خوا یې مخنیوی وشو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دواړو غاړو ترمنځ جګړه د طالبانو له خوا په تورخم کې د یوې غیر قانوني پستې د بیا رغونې د مخنیوي وروسته پیښه شوې وه.

ددغه وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د ادعا له مخې طالبانو ددې پرځای چې په سوله ییز ډول د مسلې هواری ولټوي ډیرې بې رحمانه ډزې یې وکړې، چې نه یوازې یې د پاکستاني سرحدي ځواکونه او د هغوی مورچلې په نښه کړې بلکې د میرمن بلوڅ د وینا له مخې په دغسې ډزو یې د پاکستان او افغانستان د ملکي وګړو ژوند هم د ګواښ سره مخ کړ.

میرمن زهره بلوڅ د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۱ ( وږي ۲۰) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "پاکستان به هیڅکله د لنډ مهالي حکومت له خوا په خپله خاوره د هر ډول تاسیساتو جوړول ونه مني، چې د پاکستان له حاکمیت څخه سرغړونه اوسي."

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دغې جګړې پړه د پاکستان په سرحدي ځواکونو اچولې او ویلي دي، چې پاکستاني ځواکونو لومړی جګړه پیل کړه او بیا یې د تورخم دروازه وتړله.

تراوسه د طالبانو د تورخم سرحدي چارواکو په دې وسله واله نښته کې د افغانستان په خوا کې د یو ملګي وګړي ټپي کیدل تائید کړي دي.

خو سیمه کې سرچینو امریکا ته ویلي، چې په دې نښته کې د طالبانو امنیتي ساتوونکو ته هم د سر زیان اوړیدلی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې د تورخم سرحد تړل او په دغه سرحد کې د طالبانو په ځواکونو باندې پاکستاني سرحدي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیوب د اصولو پر خلاف بللي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې له سیاست څخه د اقتصادي مسایلو په جداوالي باندې ټینګار کړی دی.

تکل ویلي: "په کار ده چې دواړه لوري د سیمې د تجارت، ټرانزیټ او اقتصاد د بهبود په خاطر دغو ستونزو ته د مفاهمې له لارې حل‌لارې ولټوي او اجازه ورنه کړي چې سیاسي او نور مسایل اقتصاد، تجارت او د وګړو ازاد تګ راتګ زیانمن کړي".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د پاکستان د بلوچستان ایالت کې د څو ورځو دمخه هند ته په لار د افغان سوداګرو په انځرو بار یوې لارۍ د سوځیدلو پیښې او هم د کراچۍ په بندر کې د حساس لست تر نامه لاندې د افغان سوداګر په سلګونو کانټینرو او موټرو درولو ته هم اشاره شوې او پاکستاني چارواکي یې د ټولو پخوانیو ژمنو، حاکم عرف او د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د تعهداتو څخه په سرغړونو تورن کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي، چې دپنجشنبې په ورځ د سپټمبر ۱۴ (وږي ۲۳) د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان د شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره په دغه وزارت کې د کتنې پر مهال د تورخم د دروازې د پرانیستلو په مسله خبرې کړي دي.

دغه وزارت ویلي: "په دې کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د تورخم دروازې پر ستونزو، په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیونې او په کراچي ښار کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي اموالو د بندیز په اړه مفصلې خبرې وشوې."

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د دغو موضوعاتو د حل په اړه ژر تر ژره اقدامات ترسره شي، او په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي."

په تیرو نهو ورځو کې د لارې د بندیدو له امله د ناروغانو او نورو په سلګونو مسافرو سربیره د سرحد دواړو خواو ته په تازه میوو، ترکارۍ او نورو سوداګریزو توکو بار په سلګونو لارۍ هم بندې پاتې شوې وې.

تراوسه لا د دغې لارې د بندیدو له امله افغان او پاکستاني سوداګرو د مالي اوړیدلي زیان په اړه دقیق معلومات نشته دی.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونو چارواکو یوازې افغان سوداګرو ته زیان هره ورځ تر یو میلیون ډالرو ښودلی وو.

دا لار نه یوازې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو له خوا دواړو هیوادونو ته د سوداګرۍ او ترانیټ لپاره کارول کیږي، بلکې د پاکستاني سوداګرو له خوا دا لار د منځنۍ اسیا هیوادونو او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټي مالونو د انتقال لپاره هم کارول کیږي.

افغان سوداګر وايي، چې د تورخم لار د کراچۍ بحري لارې سره د منځنۍ اسیا د هیوادونو د نښلولو لپاره تر ټولو لنډه لار ده، چې د همدې له امله په تیر یو کال کې پر دغه لار د پاکستان او منخنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ ترانزیتي مالونو انتقال کې ډیر زیاتوالی راغلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG