د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار ښه انار دانې هند ته صادریږي – افغان سوداګر 

د کندهار ښه انار دانې هند ته صادریږي – افغان سوداګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

که څه هم سږ کال د تازه انارو د پلورلو لپاره کورنی او بهرنی مارکیټ کمزوری و، خو بیا هم په کندهار کې د انارو باغ لرونکو د سږني کال د انارو دانې جوړې کړي او د میوو سوداګر یې وايي، چې ددغه ولایت د انارو ښې دانې هند ته ځي.  

انار دانه د تورو ممیزو په څېر پر لویو ډاګونو کې په لمر وچیږي. هند او پاکستان د کندهار د انار دانو لپاره تر ټولو غوره مارکېټونه بلل کیږي.

له انار دانې څخه د طبي درملو په تولید او د پخلي په بیلا بیلو مصالحو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

په کندهار کې د وچې میوې د مارکېټ یو تن پانګه وال اغا محمد وایې چې په مارکېټ کې څلور ډوله انار دانه پلورل کیږي چې د ښه کیفیت لرونکي انار دانه د هند مارکېټ ته رسول کیږي.

دی وایې: زموږ سره څلور ډوله انار دانه شته چې ښه په خوږه او تروه انار دانه باندي شهرت لري. ښه کیفیت لرونکې یې د هند مارکېټ ته ځي او کوچنی دانه یې د پاکستان مارکېټ ته چې هلته بیا تر پروسس وروسته د اشپزی په مصالحو او دغه راز په درملو جوړیدو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

د میوو د سوداګرو په ويناء دا مهال یو کیلو انار دانه په درې سوه افغانۍ باندي پلورل کیږي.

د انارو لپاره مارکېټ د کندهار باغ لرونکې خپله لویه اړتیا ګڼي.

دوی زیاتوي د ټيټي بیې او د مار کېټ د نشتون له کبله هر کال په سلګونو ټنه انار ورڅخه خرابیږي خو له یوې برخي څخه یې انار دانه تولیدوی شي.‌

XS
SM
MD
LG