نیپال په لومړي ځل د یوې ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

د نیپال کپټان ۱۱۵ منډې وکړې

دوشنبه د جنورۍ ۲۸ د نیپال د کرکټ لپاره له تاریخي بریا ډکه ورځ وه.

نیپال د کرکټ په یوې ورځنیو لوبو کې متحدو عربو اماراتو ته ماتې ورکړه، لوبه او لړۍ یې وګټله.

اماراتو نیپال ته ۲۵۴ منډې وکړې چې نیپال، د کپټان پرسا خادکا، د ۱۱۵ منډو په واسطه داهدف پوره کړ.

دا د نیپال او متحده عربي اماراتو ترمنځ د یوې ورځنیو سیاليو د دریو لوبو لړۍ وه، چې نیپال ۲-۱ وګټله. دا اول ځل دی چې نیپال له بلې لوبډلې د یوې ورځنیو لوبو لړۍ ګټي.

نیپال له متحده عربو اماراتو سره د ۲۰ اورونو درې لوبې هم لري چې د پنجشنبې په ورځ، جنوري ۳۱، پیلیږي.

نیپال د نړیوالې شورا د یوې ورځنیو لوبو په جدول کې ۱۵ نمبر دی. نیپال تېرکال د یوې ورځنیو سیالیو امتیاز ترلاسه کړ.