افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمېر ۱۶۵۰۹ تنو ته لوړ شو

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه تنه له کرونا مړه شوي دي

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۷۵۹ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۳۲۲ مشکوکو سملونو معاینات شوي چې ۷۵۹ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه جون دوهمه (غبرګولې۱۳) ویلي چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۶۵۰۹ ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۲۶۶ په کابل، ۱۱۲ په هرات، ۳۹ بلخ، ۶۶ پکتیا، ۳۴ ننګرهار، ۱۷ تخار، ۲۷ بغلان،۲۱ بامیان، ۱۸ غزني، ۴پروان، ۲سمنګان، ۷ کاپیسا، ۱۸فاریاب، ۲۵ خوست او دزې هم په بدخشان ولایت کې ثبت شوي دي.

ته تیره یوه شپه او ورځ کې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله پنځه تنه مړه شوي چې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۷۰ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه ۲۲ تنه نور بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۴۵۰ تنو ته ورسېد.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د سې شنبې تر غرمې جون دوهمه (غبرګولې۱۳) پورې ۳۷۵۶۸۳ کسان مړه کړي او څه باندې شپږ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.