د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۱۵۷۵۰ ته لوړ شو


په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۵۴۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جون لومړۍ (غبرګولې۱۲) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۱۶۸ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۵۴۵ یې مثبت ثابت شوي او اوس افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر ۱۵۷۵۰ ته ورسید.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس له یادو پېښو څخه ۶۶ په کابل، ۱۱۷ په هرات، ۴ بلخ، ۹۲ پکتیا، ۵۰ ننګرهار، ۲ بادغیس، ۱۴ تخار، ۱۷ لوګر، ۱۲میدان وردګ، ۲۰ بامیان، ۲ لغمان، ۴۸ سمنګان، ۳۶ فراه، ۱۴ غور، ۱۲فاریاب، ۳ کونړ، ۲۲ سري پل او ۱۴ بدخشان کې ثبت شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې د دې ترڅنګ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په شپږو ولایتونو کابل، بلخ، میدان وردګ،تخار، بغلان او فاریاب کې د کرونا ویروس له امله ۸ تنه مړه شوي دي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۵ تنو ته لوړ شو.

د دې ترڅنګ ۱۰۰ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۱۴۲۸ تنو ته لوړ شو.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د دوشنبې تر ماسپښین جون لومړۍ (غبرګولې۱۲) پورې ۳۷۲۳۰۳ کسان مړه کړي او څه باندې شپږ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG