کروناویروس؛ افغانستان کې د مړو شمیر۹۲۰ تنو ته ورسید

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۷ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۹۴مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

روغتیا وزارت نن سې شنبه جولای ۷ (چنګاښ۱۷) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۹۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۱۹۴ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر۳۳۳۸۴ تنو ته ورسېد.

له یادو پېښو څخه ۱۵ په کابل، ۵۷ هرات، ۶ کندهار، ۱۱ بلخ، ۱ ننګرهار، ۲۳ تخار، ۱۲ بادغیس، ۲ لوګر،۱۱ غزني، ۵ پروان، ۵ بدخشان، ۶ میدان وردګ، ۲ خوست، ۳۲ دایکندي، ۱ کونړ، ۲ لغمان او ۳ په پنجشیر ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې په شپږو ولایتونو کابل، بلخ، پکتیا، بامیان، کندز او سمنګان کې د کرونا ویروس له امله ۲۲ تنه مړه شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۹۲۰ تنو ته پورته شوو.

همدارنګه په اتو ولایتونو کې د کرونا ویروس څخه ۱۲۶ تنه بیرته روغ شوي چې د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۰۱۵۱ تنو ته ورسېد.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د سې شنبې تر غرمې جولای ۷ (چنګاښ ۱۷) پورې ۵۳۸۵۳۸کسان مړه کړي او څه باندې یوولس ملیونه نور په اخته شوي دي.