د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۳۳زرو ته ورسېد


د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۸ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۳۹مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جولای ۶ (چنګاښ۱۶) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۶۶۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۳۹ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر۳۳۱۹۰ تنو ته ورسېد.

له یادو پېښو څخه ۹۰ په کابل، ۲۳ هرات، ۷ کندهار، ۸ بلخ، ۱ ننګرهار، ۱۶ بامیان، ۱ تخار، ۹بغلان، ۵ لوګر،۵۱ غزني، ۵ کندز، ۳ پروان، ۳ لغمان،۴ کونړ، ۲ هلمند، ۲ سمنګان، ۳پنجشېر او ۶ په زابل ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې په اتو ولایتونو کابل، هرات، بامیان، بغلان،بادغیس،غزني،میدان وردګ او کاپیسا کې د کرونا ویروس له امله ۳۴ تنه مړه شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۸۹۸ تنو ته پورته شوو.

همدارنګه په ۱۳ ولایتونو کې د کرونا ویروس څخه ۷۳۷ تنه بیرته روغ شوي چې د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۰۱۰۳ تنو ته ورسېد.

پر همدې مهال د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د جنسیت له اړخه په کرونا ویروس د اخته کسانو لویه برخه نارینه تشکیلوي.

ښاغلي اکمل وویل چې په کرونا ویروس د اخته ۳۳۱۹۰ کسانو له ډلې ۷۲ سلنه یې نارینه او پاتې ۲۸ سلنه یې ښځې تشکیلوي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړوو شوو کسانو شمېر۸۹۸ دی... په کرونا ویروس د مېرمنو د اخته کېدو شمېر کم دی، د نارینوو شمېر زیات دی، زموږ ډاټا هم ښيي چې د مړوو شوو کسانو ۷۸ سلنه یې نارینه او ۲۲ یې مېرمنې تشکیلوي."

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس دیکشنبې تر غرمې جولای ۶ (چنګاښ ۱۶) پورې ۵۳۴۴۵۹کسان مړه کړي او څه باندې یوولس ملیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG