کرونا ویروس افغانستان کې ۱۸ تنه مړه او ۵۵۵ نور په اخته شوي

په تېرو ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۴ مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۳۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت مطبوعاتي سلاکار وحیدالله مجروح نن شنبه اپرېل۱۱ (وري۲۳) خبریالانو ته وویل چې له نوو تازه پېښو څخه ۵ په کندهار، ۸هرات، ۸ کابل، ۴ نیمروز، ۴ بلخ،۲ وردګ او یوه ـ یوه هم په غور، بادغیس او بغلان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په دې سره په افغانسان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۵ ته ورسېد.

ښاغلي مجروح زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۱۵۲ مشکوک سمپلونه چیک شوي چې ۳۴ سمپله یې مثبت ثابت شول."

روغتیا وزارت وايي چې تر دامهاله د هیواد په کچه د کرونا ویروس ۴۰۹۰ سمپلونه تشخیص شوي چې ۲۹۹۵ منفي و او ۵۵۵ یې مثبت دي او په دغه ویروس د اخته پنځو کسانو وضعیت خطرناک دی.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنه مړه شوي او ۳۷ نور بېرته روغ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد ویروس له امله ډېر کسان په هرات او کابل کې مړه شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن شنبې تر سهار اپریل۱۱ (وري۲۳) پورې ۱۰۲۷۶۴ کسان مړه کړي او تریو میلیون زیات پرې اخته دي. دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.