کرونا ویروس؛ افغانستان کې ۱۳۲ تنه مړه او ۵۲۲۶ نور په اخته شوي

په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه ۶۵۲ تنه بیرته روغ شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۲۵۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت معین ډاکټر وحید مجروح نن چهارشنبه مې۱۳(غويي۲۴) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۶۱۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۵۹ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر۵۲۲۶ ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیر یوه شپه او ورځ کې پنځه تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۲ ته ورسېد.

همدارنګه ۴۲ تنه نور بیرته روغ شوي چې دې سره له کرونا ویروس څخه د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۶۵۲ ته لوړ شو.

د افغانستان روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې کرونا ویروس په هیواد کې په چکټۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او له خلکو څخه یې وغوښتل چې وقایوي تدابیر مراعت او له بېځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلې ده.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د سې‌شنبې ورځې مې ۱۳(غويي۲۴) پورې د نړۍ په کچه ۲۹۱۹۸۱ تنه مړه کړي او څه باندې څلور میلیونه پرې اخته شوي.