افغانستان کې د کرونا ویروس ۴ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۴ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه اګست ۳۱مه (وږې لسمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۳۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴ یې مثبتې ثابتې شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس له یادو پېښو څخه ۲ په ننګرهار او ۲ په لغمان ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۳۸۱۶۹ ته پورته شوې.

په تېرو څلورویست ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی او د تېرې ورځې د ارقامو له مخې تر دا مهاله په هیواد کې د کرونا له امله د مړینې شمېر۱۴۰۲ تنه دی.

یاد وزارت همدارنګه زیاتوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یوازي په پروان ولایت کې له کرونا ویروس څخه ۲۳ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۹۱۱۲ تنو ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په په نړۍ کې څه باندې ۲۵ میلیونه په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۸۴۶زره نور ورڅخه مړه شوي دي.