افغانستان کې تر اوسه ۱۴۲۰ کسان کروناویروس مړه کړي

د رسمي شمیرو له مخې افغانستان کې ۱۴۲۰ کسان کروناویروس مړه کړي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۴ نوې پېښې ثبت شوي.

روغتیا وزارت نن چهار شنبه سپټمبر ۹ (وږې ۱۹) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۰۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۴ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۹ په هرات، یوه کندهار، ۱۳ غور او یوه په لغمان ولایت کې ثبت شوې ده.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۵۴۴ ته ورسېد.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ۲ تنه مړه شوي چې په اساس د کرونا له امله د مړینې شمېر ۱۴۲۰ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ویروس څخه ۳۳۲ تنه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۱۰۴۵ ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۷ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۸۹۷زره نور ورڅخه مړه شوي دي.