افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۶ تازه پیښې ثبت شوي

په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۷۷۲ ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کروناویروس ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۵ تنه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت دوشنبه سپټمبر ۱۴ (وږې ۲۴) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۶۵ مشکوک سمپلونه معاینه شوي چې ۵۶ یې مثبت وو.

له یادو پېښو څخه دوه په کابل،۳۰ هرات، دوه کندهار، اوه بلخ، یوه کندز، ۱۱بادغیس، دوه دایکندي او یوه په میدان وردګ ولایت کې ثبت شوې ده.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په هیواد کې د کروناویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۷۷۲ ته ورسېد.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس له امله په هرات او تخار ولایتونو کې ۵ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۲۵ تنو ته ورسېد.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۳۵ تنه له کروناویروس څخه بیرته جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۲۰۷۳ ته پورته شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۹ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې ۹۲۴زره نور ورڅخه مړه شوي دي.