افغانستان کې تازه ۳۴ تنه نور په کرونا اخته شوي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶۲۲۶ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۳۴مثبتو پېښو د ثبتېدو او د یو کس د مړه کېدو خبر کړی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه مارچ ۲۴ (وري ۴) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۱۵ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۳۴ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶۲۲۶ ته پورته شو.

په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د یو تن د مړینې راپور ورکړل شوی چې په دې اساس د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۶۷ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۴۸ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۹۸۰۲ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.