روغتیا وزارت: د اختر په ورځو کې له تګ راتګ نه ډډه وکړئ

ښاغلي علیزي دغه راز وویل چې د کروناویروس نوې بڼه په اتلسو ولایتونو کې تشخیص شوې او تر ټولو زیاتې پېښې په ننګرهار، کابل او هرات ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د کوچني اختر په رارسېدو سره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو څخه غوښتي چې د اختر په ورځو کې یو بل کره له تلو راتلو څخه ډډه وکړي او د ځان د خوندیتوب لپاره په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ډاکټر میرویس عليزي د شنبې په ورځ د مې په اتمه (غويي ۱۸) امریکا غږ ته وویل که خلک په ځانګړې توګه کورنۍ روغتیايي سپارښتنې رعایت نه کړي، په افغانستان کې به د کروناویروس درېیمه څپه لا شدت ومومي.

ډاکټر عليزي زیاته کړه: "د اختر ورځې نږدې دي او په دې اختر کې زموږ هېوادوال له لیدو کاتو څخه ډډه وکړي او روغتیايي مسایل په پام کې ونیسي، که له روغتیا وزارت سره همکاري ونشي، د کروناویروس د پېښو شمېر به زیات شي".

هغه همداشان وویل چې په اوس وخت کې د کروناویروس درېیمه څپه د روغتیا وزارت تر کنټرول لاندې ده، خو که په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راشي نو په کابل او ولایتونو کې به د قرنطین او بندیزونو لګولو په اړه تصمیم ونیول شي.

ښاغلي علیزي دغه راز وویل چې د کروناویروس نوې بڼه په اتلسو ولایتونو کې تشخیص شوې او تر ټولو زیاتې پېښې په ننګرهار، کابل او هرات ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې مثبتې پېښې

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو د هیواد په ځينو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۸۷ مثبتو پېښو ثبتېدو او درې تنو نورو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه مۍ اتمه (غوايي ۱۸) ویلي چې له یادو مثبتو پېښو څخه تر ټولو زیاتې ۱۶ په کابل، ۱۵ په بلخ، ۱۶ په لغمان او پاتې په نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د چارواکو د معلوماتو په اساس په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس له امله یو تن په ننګرهار، یو تن کندهار او یو تن په بدخشان ولایت کې مړ شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۶۱۸۴۲ او له دغه ویروس څخه د مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۸۶ته لوړ شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۵۴۰۴۰ ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۵۰میلیون کسان کرونا نیولي او څه باندې ۳ میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.