افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه پیل شوې – روغتیا وزارت

یو تن کابل کې د ماسکونو پلورلو پرمهال.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه پیل شوې ده او د کرونا په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ د مې ۱۲ (غوايي ۲۲) خبریالانو ته وویل چې د دویمې څپې په پرتله په درېیمه څپه کې په کروناویروس د اخته کېدو کچه لوړه ده.

هغه وویل: "په دویمه څپه کې موږ په هغو شدیدو حالاتو کې ۱۶۱۴ واقعات درلودل او اوس موږ ۱۷۶۳ واقعات په یوه اونۍ کې لرو".

د ښاغلي مجروح په وینا په درېیمه څپه کې زیاتې پېښې په ننګرهار، کابل او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي.

ډاکټر مجروح وویل چې د وزارت د موندونو په اساس د کروناو یروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې د روژې میاشتې په وروستیو ورځو کې په ښار او بازار کې د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ثبت شوي دي.

هغه په افغانستان کې د کروناویروس د ټیسټ ظرفیت لوړوالی د زیاتو مثبتو پېښو د ثبت بل لامل یاد کړ.

ښاغلي مجروح له خلکو څخه وغوښتل چې د اختر په ورځو کې روغتیايي تدابیر جدي رعایت کړي: "د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له تلو څخه چې د ویروس د خپرېدو لامل کېږي، د یو بل له ښکلولو او په غیره کې له نیولو څخه چې د ویروس د پراختیا لامل کېږي له دې څخه ډډه وکړئ ترڅو موږ درېیمه څپه په تدبیر او د طبي هنر او مهارت او ټولنیزو اخلاقو سره په اغیزمنه توګه مدیریت کړو".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د کروناویروس له درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی، خو زیاته یې کړه چې د خلکو له همکارۍ او د روغتیايي تدابیرو له رعایتولو پرته به د دغه وزارت هڅې له ننګونو سره مخ شي.

همداشان د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال امین‌الدین مظفري په دغه کنفرانس کې له خلکو څخه وغوښتل چې د اختر د لمونځ د ادا کولو په مهال روغتیايي سپارښتنې او د واټن لرې والی رعایت کړي.

هغه په پرانیستې فضا کې د اختر د لمونځ په ترسره کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "که کوم جومات پرانیستې فضا نه لري نو په هغو سرکونو باندې چې په شاوخوا کې یې دي د اختر لمونځ ادا کولی شي".

ښاغلي مظفري ټینګار وکړ چې د اسلام په هېڅ ځای کې نه دي راغلي چې د اختر مبارکۍ په وخت خلک یو بل ته غېږې ورکړي بلکې دا کار باید په شفاهي توګه وشي.

په افغانستان کې د کروناویروس د درېیمې څپې د پیل خبر په داسې مهال ورکول کېږي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کروناویروس ۳۷۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۲ تنه له دغې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په کروناویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر ۶۳زره او ۸۸ ته رسېدلی چې له دې شمېرې ۵۴زره او ۵۷۰ کسان بېرته ښه شوي او دوه زره او ۷۲۵ مړه شوي دي.