افغانستان کې تازه ۲۲۱ تنه نور کرونا نیولي، شپږ تنه مړه شوي

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیوا په ۱۴ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۲۱ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه مۍ ۱۷ (غوايي ۲۷) ویلي چې د دې ترڅنګ په څلورو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله شپږ تنه هم مړه شوي دي.

د وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۲۲ سمپلونو معاینات شوي چې ۲۲۱ یې مثبت او پاتې منفي و.

له یادو پېښو څخه ۷۵ په کابل، ۵۰ کندهار، او ۲۱ په هرات کې او پاتې نورې په نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۳۸۱۹ او له یاد ویروس څخه د مړو شو کسانو شمېر ۲۷۵۱ ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې به چین پیدا شو او وروسته نورې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۶۳ میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.