افغانستان کې تازه ۱۳۷۹ کسان کرونا نیولي، ۵۰ نور مړه شويدي

عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد بېلا بېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۷۹ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه جون شپږمه (غبرګولې ۱۶) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۴۵۴۴ سمپلونو معاینات کړي چې ۱۳۷۹ مثبت و.

د وزارت د معلوماتو په اساس د نویو ارقامو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا د ټولو ثبت شویو مثبتو پېښو شمېر ۸۰۶۱۵ ته ورسېد.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا له امله ۵۰ ناروغان مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شمېر ۳۱۹۵ ته پورته شو.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه ۳۵۷تنه بېرته روغ شوي چې دې سره د ټولو بیرته روغ شویو کسانو شمېر ۵۸۶۲۲ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۷۲میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۷۱۲زره مړه شوي دي.