افغانستان کې تازه د کرونا له امله ۵۶ تنه مړه شويدي

عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد بېلا بېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۵۸۲ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جون اوومه (غبرګولې ۱۷) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۴۶۷۱ سمپلونو معاینات کړي چې ۱۵۸۲ مثبت و.

د وزارت د معلوماتو په اساس د نویو ارقامو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا د ټولو ثبت شویو مثبتو پېښو شمېر ۸۲۳۲۶ ته ورسېد.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا له امله ۵۶ ناروغان مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شمېر ۳۲۵۱ ته پورته شو.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه ۳۷۶تنه بېرته روغ شوي چې دې سره د ټولو بیرته روغ شویو کسانو شمېر ۵۸۹۹۸ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۷۳میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۷۲۹زره مړه شوي دي.