په افغانستان کې تازه ۱۰۹۵ تنه کرونا نیولي، ۵۶ تنه نور مړه شوي

عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۰۹۵ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه جون ۲۶ (چنګاښ پنځمه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۸۴۰ سمپلونو معاینات شوي چې ۱۰۹۵ یې مثبت و.

د افغانستان روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۵۶ ناروغان مړه شوي دي.

د روغتیايي چارواکو د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۱۴۲۲۰ او له یاد ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۶۴۵۰ تنو ته ورسېد.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه ۳۰۰ تنه بیرته روغ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن شنبه وویل چې په دغه هیواد کې د «دلتا» په نوم کروناویروس نوې بڼه تشخیص شوې ده.