د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک افغانستان ته ۱۲۳ میلیون ډالر ورکوي

نړیوال بانک له بنسټیزو اصلاحاتو سره د دوام او کووید ـ ۱۹ ویروس سره د مبارزې په هدف له افغانستان سره د ۱۳۲ میلیون ډالرو وړیا مرستې اعلان وکړ.

د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس ټاکل شوې د افغانستان د بیارغونې صندوق هم د دغه پروګرام د ملاتړ لپاره ۳۰۰ میلیونه امریکایي ډالره نوې مالي مرسته ترسره کړي چې د دې نوې مالي ټولګې مجموعه به ۴۳۲ میلیون ډالرو ته ورسېږي.

د راپور له مخې ټاکل شوې دا نوې مالي‌ مرسته د ۲۰۲۱ کال اړوند د پراختیا پالیسۍ پروګرام له لارې چې د افغانستان دولت د سولې او ملي پراختیا د چوکاټ له لومړیتوبونو سره سمون لري ولګول شي.

نړیوال بانک د پنجشنبې په ورځ جون ۲۴ (چنګاښ دریمه) ویلي: "نن د نړیوال بانک مشرتابه پلاوي د نړیوالې پراختیا ادارې اړوند ۱۳۲ میلیون ډالره وړیا مالي مرسته په افغانستان کې د بنسټیزو اصلاحاتو د دوام، د دولتي ادارو د لګښتونو د اغېزمنتیا او مالي شفافیت، د حکومتولۍ پیاوړتیا او د خصوصي پانګونې د تشویق له لارې د افغانستان د اقتصادي ودې په هدف تصویب کړه."

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رئیس هېنري کرالي د نوې مالي مرستې په اړه ویلي: "له افغانستان سره د دغې نوې مالي مرستې تصویب دا په ډاګه کوي چې د کرونا ویروس د ناوړو اغېزو له امله د اقتصادي او ټولنیزې اوضاع د ښه والي لپاره د نړیوال بانک مرستې د افغانستان له خلکو سره دوام لري."

نوموړي زیاته کړې چې نړیوال بانک په روان پېچلي او کړکېچن وضعیت کې د افغانستان له دولت سره د اصلاحاتو د بهیر د دوام، د ځان بسیاینې او په دې هېواد کې د اقتصادي ودې په برخه کې د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره خپلې مرستې او همکارۍ جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG