افغانستان کې تازه ۱۲۷۲ تنه کرونا نیولي، ۹۲ تنه نور مړه شوي

عکس(ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د۱۲۷۲ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه جولاۍ درېیمه (چنګاښ ۱۲) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۶۷۰ سمپلونو معاینات کړي چې۱۲۷۲ یې مثبت وو.

د افغاستان روغتیا وزارت وزارت همدارنګه ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې په یو شمېر ولایتونو کې له کرونا ویروس څخه۹۲ ناروغان هم مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په دې سره په افغانستان کې دکرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۲۴۷۵۷ او له دغه ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۵۱۹۹ ته ورسېد.

په تیره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه ۵۳۹ناروغان بیرته روغ شوي دي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۷۳۲۹۳ تنه پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باند ې۱۸۳ میلیون او ۱۲۴زره کسان کرونا نیولي او څه باندې درې میلیون ۶۹۴زره نور کسان ورڅخه مړه شوي دي.