افغانستان کې د کرونا ویروس تازه پېښو کې ۷۷ نور ناروغان مړه شوي

عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې په کرونا اخته ۷۷ نورو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پدې سره په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو کسانو شمېر۵۳۶۰ تنو ته ورسېده.

دغه وزارت وايي چې په تېرې یوې شپې ورځې کې د کرونا ویروس ۱۴۸۵ مثبتې پېښې یې ثبت کړي دي. په ټوله کې تر دې دمه ۱۲۷۴۶۴ کسان افغانستان کې په کرونا ویروس اخته شوي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس درېمې څپې خپرېدو سره د پېښو شمېر نه دی کم شوی او د دغه هېواد حکومت په روغتونونو کې د اکیسیجن چمتو کولو په هڅه دی.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح تېره ورځ د نړیوال بانک له استازو سره په یوې انلاین ناسته کې د اکسیجن د تولید اتو دستګاوو د تدارکاتو په اړه بحث کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت په یوې خبر پاڼې کې د ښاغلي مجروح له قوله راغلي دي "اوس مهال موږ د اکسیجن د تولید دستګاوو ته په کلکه اړتیا لرو."

په همدې حال کابل کې د نړیوال بانک مشر حبیب احمدزي هم ویلي چې افغانستان ته د اکسیجن دستګاوو پېرودل د دوی په لومړیتوب کې دي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن دوشنبه جولای پنځمه (چنګاښ۱۴) د سره صلیب مرستیال سره په یوې کتنې کې له دغه بنسټ نه غوښتنه کړې چې بیړني کیټونه او د اکسیجن د تولید دستګاوو په اړه له افغانستان سره مرسته وکړي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې د چین په ووهان ایالت کې پیدا او هغه ځایه ټولې نړۍ ته خپور شو.

د جانس هوپکینز پوهنتون ارقام ښيي چې تر دې دمه په ټولې نړۍ کې ۱۸۲ میلیونه او ۸۲۸ تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې ډلې له درې میلیونه او ۹۷۷ زره تنو نه ډېرو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی