افغانستان کې په کرونا ناروغۍ اخته کسانو شمېر۶۴۰۲ ته لوړ شو

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۱۵ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴۹ نور افغانان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت معین ډاکټر وحید مجروح نن شنبه مې۱۶(غويي۲۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۴۰۲ تنه لوړ شو.

د نوموړي د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۶۸ تنو او ۳۲ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۷۷۸ تنه ورسېد.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر پر داسې مهال لوړیږي چې د کابل په ګډون ځینو لویو ښارونو کې قرنطین په نسبي توګه مات شوی دی.

د کوچني اختر د سودا خیستلو په خاطر په ښارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

تر دې مخکې د افغانستان روغتیا وزارت خبرداری ورکړی و چې له کرونا ویروس څخه دخوندیتوب په هدف خلک باید له بېځایه ګرځېدو او په یوه ځای کې له راټولېدو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان روغتیا وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې کرونا ویروس په هیواد کې په چکټۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او له خلکو څخه یې وغوښتل چې وقایوي تدابیر مراعت او له بېځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته رسېدلې ده.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې ورځې مې ۱۶(غويي۲۷) پورې د نړۍ په کچه څه باندې۳۰۷۷۱۵ تنه مړه کړي او څه باندې څلور میلیونه پرې اخته شوي دي.