د مصنوعي ځیرکیتا په مرسته د مصنوعي موادو د جوړونې نوې ازموینې

د تېرې جمعې پر ورځ د ساینس یوې وتلې مجلې "نېچر " د مصنوعي ځیرکتیا یوه نوې ازموینه خپره کړه چې نوې ازموینې به د پاکې انرژۍ د ټېکنالوژي په موندلو، کې لویه مرسته وکړي.

په لندن کې د ګوګل ډیپماینډ پروژې مشر اکېن ډوګس کوبک له نېچر مجلې سره په خبرو کې ویلي، "زموږ ګڼ شمېر ټېکنالوژۍ لکه بېټرۍ او لمرین یا شمسي سیلونه به د نویو ازموینو په مرسته ښه شي او ډېر بهترین مواد به کشف شي."

په مجله کې راغلي چې د ګوګل ادارې ډیپماینډ یا "ژور دماغ" نومي کمپیوټر چې د مصنوعي ځیرکتیا بیلابېل پروګرامونه چلوي، اوس نږدې مهال یې د جینوم په نامه یو پروګرام پیل کړی دی.

دې پروګرام ته ډېټا ورکړل شوې چې نوي مصنوعي مواد لکه بېټرۍ، اوسپنې، سټیل، یا نور هغه جوړ کړي چې کلک، ټینګ او ټیکاو لرونکي وي، یا دومره مقاومت پکې وي چې د وخت په تېرېدو سره به نه ضایع کیږي، نه به یې زنګ وهي او نه به خرابېږي.

د امریکا د ورجینیا په ټېک پوهنتنون کې د فزیکس ښوونکی او ساینس پوه الماس خان د مصنوعې ځیرکتیا په لابراتوار کې د دې نوې سیاینسي څېړنې په باب له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "د کیمیا په پېراډیک مهالوېش کې تر یو سل زیات اټومونه دي، لکه هایډروجن، نایټروجن، کاربن او داسې نور، نو د مصنوعي ځرکتیا مشین دغه اټومونه رایوځای کوي چې نوي مواد [میټریل] ترې جوړ کړي".

د دې نوي څېړنې موخه د لسګونه توکو (عناصرو) رایوځای کول دي لکه بیلا بیل اټومونه، چې اوږدمهالي نوي مصنوعي څیزونه ترې جوړ کړي.

ساینس پوه الماس خان زیاتوی دمخه چې به ساینس پوهانو د نوې مادې د جوړولو لپاره په لابراتوار کې ازموینې کولې نو نوی څیز به یې جوړ کړ خو هغه به دومره ټینګښت، کلکوالی، ټېکاو او پایښت نه لرلو، نو به یې وروسته خپلې ازموینې پرېښودې.

ښاغلي خان وویل: "ساینس پوهانو چې دمخه ازموینې کړې وې نو هغه یې اوس ټولې د مصنوعي ځیرکتیا لابراتوار کې واچولې، کمپیوټري مشین یې وروزه، په هغه کې یې ټولې د ساینس تیوريانې چې دوی جوړې کړې واچولې. نو مشین اوس د پیریاډیک مهالوېش ټول اټومونو سره دا کار وکړ او ډېر زیات مواد یې وازمویل او په هغوی کې یې د ټینګو او کلکو مادو وړاندوینه وکړه. د ساینس پوهانو په لابراتوار کې دا ازموینې شونې نه وې، او که یې امکان هم و، نو په لسګونه کلونه به یې اخیستل".

په کیلیفورنیا کې د لارنس برکلې ملي لابراتوار د اټکل له مخې په دې نویو ازموینو کې د نږدې ۴۸ زره موادو وړاندوینه شوې چې پایښت لرونکي او مقاومت لرونکي دي.

د ګوګل ډیپ ماینډ "ژور دماغ'" اوس د دغه موادو د عملي ازموینو لپاره له جینوم پروژې سره یوځای کار پیل کړی دی.

جینوم پروژې چې د کلکو موادو وړاندوینه یې کړې وه، اوس یې له ډیپماینډ سره په ګډه روباټان شپه ورځ پر دې کار لګیا بوخت کړي دي چې مواد په ریښتا جوړ کړي.

د روباټونو لپاره یې خام مواد ایښي دي، بټۍ یې ورته لګولي دي، په هغه کې د ځینو څیزونو ګرمول او سړول وي، لکه د ځینو کېمیاوي موادو کارول.

روباټ ټول اټومونه له یوه بل سره رایوځای کوي، چې د کوم یوه روباټ ازموینه کامیابېږي‌ نو دی مخ پروړاندې درومي او چې کله د یو روباټ ترکیب ناکامېږي نو دی خپلې تېروتنې په خپله باسي او له نوې سره د موادو ازموینه پیلوي.

دغه ډول روباټونه خپله هم زده کړه کوي او خپلې تېروتنې هم باسي.

د ګوګل مصنوعي ځیرکتیا پروګرام او اې لېب (A Lab) اوس دواړه ملګري شوي او په ګډه خپله پروژه پرمخ بیايي، چې بیټرۍ، بهترین موصل چې د برېښنا رو یا کرنټ پکې ځي، او د دې ترڅنګ د مایکروچیپس غوندې مواد جوړوي چې انسانانو به یې په موندلو په لسګونه کلونه تېرول خو د مصنوعي ځرکتیا ماشینونه یې په ورځو کې جوړوي.