هلمند کې یو بل ماشوم هم د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شو

د افغانستان د عامې روغتیا چارواکي وایي، د هلمند ولایت په ګرم سیر ولسوالۍ کې یو ۹ کلن ماشوم تازه په پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې دی.

روغتیایي چارواکي وایي د دغه ماشوم کورنۍ د ګرم سیر ولسوالۍ د کوچني درویشان د امیر آغا په یوې لرې پرتې سیمې کې ژوند کوي، چې هلته ماشومانو ته کور په کور د پولیو واکسین نه دې تطبیق شوی.

د عامې روغتیا وزارت د پوليو د پروګرام مطبوعاتي مسئول امیرجان راسخ نن «دوشنبه د زمري میاشتې پر۷مه» امریکا غږ ته وویل چې له تېر یو کال راهېسې د هلمند ولایت اکثره سیمو کې ماشومانو ته پولیو ضد واکسین رسیدلی نه دی.

ښاغلي وويل " په دغه سیمه کې تر ۴۳ زره زیات له پنځو کالو څخه ښکته ماشومان ژوند کوي چې له تېر یوه کال راهیسې هلته کور په کور واکسین ندی عملي شوی".

د افغانستان د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت رئیس ډاکتر عبدالشکور نصرت امریکا غږ ته وويل، د پوليو نوې پېښه څرګندوي، چې په دې حوزه کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ګواښ لوړ دی.

هغه وويل "د زون په کچه د مثبتو پېښو شمېر۱۱ته ورسېد چې دا لوړ خطر ښيي، په محیط کې د ویروس موجودیت او د پاکستان سره خلاص سرحد بله ستونزه ده، هلته هم ۴۷ پېښې ثبت شوي چې مونږ هم ورڅخه اغېزمن یو، مخکې موهم ويلي چې د حل یوازنۍ لار تر هرماشوم پورې د واکسین څاڅکي رسول دي، د ځینو ستونزو له امله د کمپاین ټيمونه ندي توانیدلي دغه هدف ته ځان ورسوي".

په افغانستان کې د یونسیف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه اشنا راډیو ته وويل، د پولیو د ناروغۍ د ډيرویدو په اړه مخکې هم اندېښنې موجودې وې.

ده زیاته کړه، چې د ګوزڼ پرضد مبارزه کې موجود فرصیتونه باید د ماشومانو د وقايې لپاره وکارول شي او پدې برخه کې تر ټولو زیاته د کورنیو ونډه مهمه ده.

ده وویل:"ماشومان حق لري چې د دې ناروغۍ پر وړاندې وقایه شي، د پوليو واکسین موجود دی، خو مهمه داده ، چې تر هر ماشوم پورې د ګوزڼ ضد واکسین ورسول شي او پدې کې کورنۍ او د ټولني ټولي خواوو باید اغېزمن کار وکړي".

په افغانستان کې د روان عیسوي کال له پیل راهېسې د پوليو دپېښو شمېر ۱۲ ته ورسېد چې ۱۱ يې په جنوبي ولایتونو هلمند، کندهار او ارزګان کې دي او یوه پېښه بیا په ختیځ ولایت کونړ ثبت شوې ده.