د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د خيبر پښتونخوا ايالت په ډېره اسماعيل خان ولسوالي کې د ماشومانو د ګوزڼ يوه نوې پېښې ثبت شوې چې پدې سره په پاکستان کې سږ کال د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۵۶ ته لوړ شو.
دغې ادارې پر خپله وېبپاڼه په یو بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې د نومبر پر ۲۷ (ليندۍ ۷) د ډېره اسماعيل خان د يو ماشوم هلک په وینه کې د پولیو ويروس تائید کړی دی. دا ډول سږ کال په دغې ولسوالۍ کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر اووه ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې د پوليو دغه نوې پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې په دغه هېواد کې د اکتوبر پر ۲۸ (لړم ۷) د پولیو د مخنیوي لپاره د پیل شوي اووه ورځني کمپاين پر مهال تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو شاوخوا ۴۵ ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شوي.
پدې نوې پېښې سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۵۶ ته رسېدلی دی، چې ۲۶ يې په بلوچستان ايالت، ۱۵ يې په خيبر پښتونخوا ايالت، ۱۳ يې په سيند ايالت، او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.
په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتيا پالان اندېښمن کړي دي، ځکه په هغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.
بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې دي. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.