خلیلي: نوی نسل د طالبانو 'اسلامي امارت' نه غواړي

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي وايي، هغه سوله چې د «اسلامي امارت» تر سیورې لاندې رامنځته کېږي، هېڅ سوله نشو ویلی.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د «چنګاښ پر ۵مه» د «وحدت اسلامي ګوند» په دوهمه سیاسي او مشورتي غونډه کې وویل، چې ورته سوله یو او بل ته د تسلمېدو په معنا ده.

د خلیلي په باور،نه هم د افغان حکومت او نه هم د طالبانو د تحریک تسلمېدل تلپاتې سوله افغانستان ته راوستلی شي.

هغه زیاته کړه، طالبان باید درک کړي چې «اسلامي امارت» د یو نظام او حکومت په توګه د افغانستان د نوي نسل لپاره د منلو وړ نه دی.

د سولې د عالي شورا مشر همدارنګه ټینګار وکړ، چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید ټول اړخونه تېر هیر کړي او د یو عزتمندانه او عدلانه میکانیزم له لارې د سولې بهیر تعقیب کړو.

خلیلي وویل:"موږ باید خپل تېر هیر کړو، د خپل راتلونکي په اړه باید یوه نوې تګلاره باید پیدا کړو،راځي د یو عزتمندانه، عادلانه او منصفانه میکانیزم له لارې د سولې بهیر تعقیب کړو."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، کابل ته د سفر پر مهال د افغان چارواکو ترڅنګ له یو شمېر افغان سیاسیونو سره هم د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

هغه په کابل کې د امریکا په سفارت کې له رسنیو سره خبرو کې هیله وښودل چې د روان کال د سپتمبر تر لومړۍ نیټې به له طالبانو سره سره د سولې په اړه موافقې ته ورسیږي.

پمپیو ویلي چې له طالبانو سره په خبرو کې ښه پرمختګونه شوي دي او تمه کیږي د ترهګریزو اهدافو لپاره د افغانستان د خاورې د نه استفادې په برخه کې له طالبانو سره ډیر ژر موافقه وشي.

د افغانستان د سولې عالي شورا همدارنګه زیاته کړه چې له ښاغلي پمپیو سره لیدنه کې هغه ته په روښانه ډول ویلي، چې د افغانستان د خلکو غوښتنه سوله ده.

ټاکل شوې چې د روانې جون میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه اوم پړاو خبرې هم پيل شي.