د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د امریکايي پوځ دوه منسوبین وژل شوي


د ناټو په چوکاټ کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، په افغانستان کې د امریکا د پوځ دوه منسوبین وژل شوي دي.

د قاطع ملاتړ ماموریت نن چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د پوځ یاد منوسبین د جون پر ۲۶مه وژل شوي دي.

ناټو نه دي ویلي چې دغه دوه منسوبین د افغانستان په کوم ولایت او څه ډول پېښه کې وژل شوي دي.

خو طالبانو بیا رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ادعا کړې چې د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې دوه امریکايي سرتېري په کمین کې وژلي دي.

​ناټو بیا وايي، چې د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له‌مخې تر ۲۴ ساعتونو وروسته به د وژل شوو منسوبینو په اړه بشپړه معلومات خپاره کړي.

په افغانستان کې دا مهال د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۹زره امریکايي سرتېري حضور لري چې عمده دنده یې افغان سرتېرو ته سلا مشورې ورکول او روزنه ده.

د روان کال په مارچ میاشت کې هم په افغانستان کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي و.

په دې سره په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شوو امریکايي سرتېرو شمېر ۹ تنه ورسېد.

په افغانستان کې یاد امریکايي سرتېرې پر داسې مهال وژل کېږي، چې امریکا په افغانستان کې د روانۍ ۱۷ کلنې جګړې د ختمولو هڅې ګړندۍ کړي دي.

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، کابل ته د سفر پر مهال هیله وښودل چې د روان کال د سپتمبر تر لومړۍ نیټې به له طالبانو سره سره د سولې اړه موافقې ته ورسیږي.

پمپیو ویلي چې له طالبانو سره په خبرو کې ښه پرمختګونه شوي دي او تمه کیږي د ترهګریزو اهدافو لپاره د افغانستان د خاورې د نه استفادې په برخه کې له طالبانو سره ډیر ژر موافقه وشي.

ټاکل شوې چې د روانې جون میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه اوم پړاو خبرې هم پيل شي.

XS
SM
MD
LG