د نیوزلنډ د کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۳) د هند د ممبۍ د وانکهید د کرکټ په نړیوال میدان کې له هند څخه درېیمه ټست لوبه هم وګټله او په کرکټ کې یې یو نوی تاریخ جوړ کړ.
د کرکټ د نړیوالې شورا د ویبسایټ د معلوماتو په اساس، د نیوزلنډ د کرکټ لوبډله لومړۍ لوبډله شوه چې له هند څخه په خپل کور کې دننه د ټست د دریو لوبو لړۍ ۳-۰ ګټي.
نیوزلنډ درېیمه ټست لوبه د ۲۵ منډو په توپیر وګټله.
د ټست په کرکټ کې، چې پنځه ورځې وې، هره لوبډله دوې پاڼۍ کوي.
نیوزلنډ په خپلې لومړۍ پاڼۍ ۲۳۵ منډې وکړې او هند یې په ځواب کې په خپلې لومړۍ پاڼۍ ۲۶۳ منډې وکړې او په نیوزلنډ باندې ۲۸ منډې مخکې شو.
نیوزلنډ په خپلې دویمې پاڼۍ کې ۱۷۴ منډې وکړې او په دې ترتیب سره هند ته یې د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه، خو په دویمې پاڼۍ کې د هند ټول لوبغاړي په ۱۲۱ منډو اوټ شول او لوبه یې وبایلله.
د دغې لوبې غوره لوبغاړی د نیوزلنډ اعجاز پټیل شو چې د هند ۱۱ لوبغاړي یې اوټ کړي وو.
د هند او نیوزلنډ ترمنځ د دغو دریو ټست لوبو غوره لوبغاړی د نیوزلنډ توپ وهونکی ویل یانګ شو چې ۲۴۴ منډې یې کړې وې.