آیا د امریکا راتلونکی جمهور رئیس به د ګوانتانامو زندان وتړي؟

د ګوانتانامو په زندان کې په ۲۰۰۳ کال کې شاوخوا ۷ سوه بندیان و خو اوس پکې ۴۰ تنه بندیان دي.

که جو بایډن د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی شی، هغه به د امریکا څلورم جمهور رئیس وي چې په کیوبا کې د ګوانتانامو د زندان د تړلو یا نه تړلو په هکله به پریکړه کوي.

د ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۲ کال کې د پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش په حکومت کې پرانیستل شو. پدې زندان کې په امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د بریدونو نه وروسته د القاعده د شبکې غړي او طالبان بندیان کیدل او تحقیقات ترې کیدل.

د پرانیستل کیدو نه یو کال وروسته په ۲۰۰۳ کال کې پدې زندان کې شاوخوا ۷ سوه د بیلا بیلو هیوادونو اتباع بندیان و. جورج بوش د خپل حکومت پر وخت د دې زندان د تړلو پریکړه وکړله خو کله چې د هغه د جمهوري ریاست دوره پای ته ورسیده او جمهور رئیس باراک اوباما د امریکا ۴۴م جمهور رئیس وټاکل شو، پدې زندان کې لا هم ۲۴۲ تنه بندیان و.

د ښاغلي اوباما په حکومت کې د ګوانتانامو د زندانیانو د دوسیو څیړل پیل شول او هغه کسان خوشې کیدل چې نور یې پدې زندان کې ساتل ضروري نه بلل کیدل. سره لدې چې باراک اوباما پخپلو انتخاباتي مبارزو کې د دې زندان د تړل کیدو خبره کوله. د اوباما په حکومت کې ۱۹۷ بندیان ددې زندان نه خوشې شول خو د زندان په تړلو ونه توانید او لا هم پدې زندان کې ۴۰ تنه د بند شپې او ورځې تیرولې.

په ۲۰۱۷ کال کې برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د امریکا د متحدو ایالتونو ۴۵م جمهور رئیس وټاکل شو. د ټرمپ حکومت د ګوانتانامو د بندیانو د دوسیې د څیړلو پروسه چې د براک اوباما په حکومت کې پیل شوې وه، بنده کړه.

ډانلډ ټرمپ پخپلو انتخاباتي مبارزو کې ژمنه کړې وه چې د ګوانتانامو زندان به د "بدو کسانو" نه ډګوي خو وروسته یې بیا دې موضوع ته چندانې اهمیت ورنکړ. د ټرمپ په حکومت کې یوازې یو تن چې د سعودي عربستان تبع و، د زندان نه وروسته تر هغه خوشې شو چې په نظامې محاکمه کې پخپل جرم اعتراف وکړ.

د ګوانتانامو په زندان کې د ټولو نه د پاخه عمر بندي، ۷۴ کلن سیف الله پراچه دی چې د پاکستان اوسیدونکی دی. هغه د شکرې د ناروغۍ تر څنګ د زړه ناورغي هم لري.

د ښاغلي پراچه مدافع وکیله، شیلبي سولیوان بینیس امریکا غږ ته وویل اوس "ډیره هیله منده یم چې مؤکل به یې خوشې شي."

د ګوانتانامو د تړل کیدو او نه تړل کیدو په هکله د جوبایډن دقیقه پریکړه لا څرګنده نده خو د هغه د واک د لیږد یو ویاند امریکا غږ ته ویلي چې د زندان د تړل کیدو ملاتړ کوي.

د ګوانتانامو زندان د امریکا لپاره هر کال د ۴۴ ملیون ډالرو نه زیات لګښت لري.

په زندان کې د بندیانو مدافع وکیلان وایي ښایي د امریکا نوی حکومت به نور ډیر نظامي کمیسونونه دایر کړي او د بندیانو دوسې به واوریدل شي. بندیان ښایي پخپلو جرمونو اعتراف وکړي او د بند پاتې موده به په نورو هیوادونو کې تیره کړي.

په ۴۰ کسانو کې لا هم په زندان کې بندیان دي، ۵ یې داسې هم دي چې د خوشې کیدو لپاره یې دوسیې بشپړې شوې خو د کومې ورځې نه چې جمهور رئیس ټرمپ واک ته رسیدلی، د دې کسانو د خوشې کیدو کار هم پاتې دی. فعالین د بایډن د حکومت نه غواړي چې د ټولو بندیانو د دوسیې د څیړلو پروسه دې پیل کړي.

د امریکا په متحدو ایالاتو کې د نومبر د میاشتې په شویو ټاکنو کېد شمیرل شویو رایو له مخې د دیموکرات ګوند کاندید جو بایډن ګټونکی اعلان شوی خو برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ لا هم په په انتخاباتو کې خپله ماتې نده منلې او ادعا لري چې په انتخاباتو کې ټګي شوې خو ټرمپ لا هم د خپلو ادعاګانو لپاره کره شواهد ندي وړاندې کړي.