د لاس رسي وړ اتصالات

د حزب اسلامي یو غړی تر ۱۸کلن بند وروسته له ګوانټانامو زندانه خوشي شو


د حزب اسلامي خوشي شوی زنداني مولوي حمدالله تره خېل
د حزب اسلامي خوشي شوی زنداني مولوي حمدالله تره خېل

د مولوي حمدالله تره خېل په نوم د حزب اسلامي یو جګپوړی غړی له ۱۸کلونو بند تېرولو وروسته له ګوانټانامو زندان څخه خوشي شوو.

د حزب اسلامي د مطبوعاتي برخې مسؤل فضل غني حقمل د یکشنبې په ورځ د مرغومې پر لومړۍ نېټه امریکا غږ ته وویل، چې مولوي حمدالله تره خېل پنځه ورځې مخکې د امریکا لخوا له ګوانټانامو زندان څخه تر خوشي کېدو وروسته افغانستان ته انتقال شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا نوموړی پنځه ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو ته سپارلی و او تېره ورځ په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

هغه وویل:"مولوي صاحب تره خېل چې حزب اسلامي له مهمو غړو څخه و، چې د شوري د یرغل پرمهال جهاد کې ډېره مهمه ونډه لرله، په ګوانټانامو زندان کې له ۱۸ کلونو زندان تېرولو وروسته پنځه ورځې مخکې خوشي شوو او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو."

مولوي حمدالله تره خېل د مولوي تره خېل زوی د کابل ولایت د تره خېل سیمې اصلي اوسېدونکی دی.

د حزب اسلامي د مطبوعاتي برخې مسؤل وايي، چې هغه د ځینو فعالیتونو له امله د امریکا لخوا نیول شوی و، خو روښانه یې نه کړه، چې د څه ډول فعالیتونو په تور نیول شوی و.

نوموړی ۱۸ کاله مخکې په کابل کې د امریکايي ځواکونو لخوا تر نیول کېدو وروسته په ګوانټانامو زندان کې بندي شوو.

په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار ضیاالحق امرخېل هم پر خپل ټوېټر لیکلي، چې مولوي تره خېل د افغان حکومت په هلو ځلو د ګوانټانامو زندان څخه خوشي شو.

ضیاالحق امرخېل د حزب اسلامي د ازاد شوي بندي مولوي تره خېل سره د لیدنې پرمهال
ضیاالحق امرخېل د حزب اسلامي د ازاد شوي بندي مولوي تره خېل سره د لیدنې پرمهال

"هغه لیکلي:مولوي حمدالله د ارواښاد شیخ الحدیث مولوي تره خیل صیب زوی چې د یوې روحاني او متدینې کورنۍ پورې اړه لري د څه کم 17 کلونو زندان وروسته د حکومت په هلو ځلو د ګوانتانامو له زندان څخه خوشی او د هغوي کورنۍ غړو ته مو کابل وسپاره. زه مولوي صیب حمدالله ته د راتلوونکي خوشحاله ژوند هیله کوم."

امریکايي لوري تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د حزب اسلامي دغه جګپوړی غړی پر داسې مهال له ګوانټانامو زندان څخه خوشي کېږي، چې د سولې له بهیر سره د ګلبدین حکمتیار په یو ځای کېدو سره د دغه حزب ګڼ شمېر بندیان له پلچرخي زندان څخه خوشي شوي دي.

XS
SM
MD
LG